ويب ډيسک
د افغانستان د کانونو او پیټرولیم وزارت وایي چې د ټاپي پایپلاین به د روان ۲۰۲۵ کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان وایي هرات ته د نللیکې له رسېدو وروسته به په دغه ښار کې د ګازو د وېش بهیر هم پیل شي.
د هغه په وینا، د پایپلاین مسیر تر هرات پورې ۱۵۳ کیلومتره دی، چې له هغه څخه ۱۴ کیلومتره یې تر اوسه بشپړ شوی.
د ټاپي یا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو پایپلاین ټول اوږدوالی ۱٬۸۱۴ کیلومتره دی، او ټاکل شوې ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي. دا نللیکه به له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېره شي.
په افغانستان کې به د دغه پایپ لاین اوږدوالی ۸۱۶ کیلومتره وي.


