ویب ډیسک
د افغانستان کریکټ بورډ وايي چې د افغانستان د کریکټ له نولس کلنۍ کم عمره ملي ټيم د نړېوال جام سیالیو ته لار ومونده.
بورډ وايي افغانستان د سیالو لوبډلو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی دی.
د افغانستان کریکټ بورډ د شنبې په ورځ د دغه مطلب په څرګندولو وویل چې «افغان ځوانانو د غوراوي پړاو سیالیو په ترڅ کې خپلې لومړۍ درې لوبې په ستر توپیر وګټلې.»
کریکټ بورډ زیاته کړې چې نن افغانستان له کوربه هېواد نيپال سره خپله مهمه لوبه درلوده، خو د «دوامداره ورښت له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.»
د افغانستان د کریکټ بورډ اعلامیه چې د دغې ادارې پر خپلې فېسبوک پاڼه هم خپره کړې، پکې راغلي چې افغانستان په جدول کې لومړی مقام خپل کړی دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې افغان لوبډلې د نورو لوبډلو په مقایسه د لوړو نمرو او نېټ رنرېټ په درلودلو سره «د یوازینۍ او مخکښې لوبډلې په توګه نړېوال جام ته لاره پیدا کړه.»
د کریکټ نړېوالې شورا د نارینه و اندر۱۹ نړېوال جام سيالۍ به د ۲۰۲۶م کال په جنوري او فبروري میاشتو کې په زیمبابوې او نیمبیا هېوادونو کې وي.


