ویب ډیسک
اسلام آباد – د پاکستان ملي اسمبلې غړي او مشر سیاستوال شیر افضل مروت ادعا کړې چې که حالت بدل نه شي او څوک خنډ جوړ نه شي، نو د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان به راتلونکو ۴۵ ورځو کې له زندانه راخوشې شي.
ښاغلي مروت د یوه خصوصي ټلویزیوني پروګرام پر مهال وویل چې د شاته پردې خبرې اترې روانې دي، چې پکې عمران خان ته وړاندیز شوی و چې شاوخوا ۶۰ ورځې دې چوپ پاتې شي او پر ټولنیزو رسنیو دې هم محدودیت ولګول شي.
نوموړي زیاته کړه چې له دې ۶۰ ورځو څخه ۱۵ ورځې تېرې شوې دي او یوازې ۴۵ ورځې پاتې دي. دی وايي، که څوک کومه نوې پېښه یا خنډ پیدا نه کړي، نو د امکان وړ ده چې عمران خان به تر دې مودې وروسته له بنده خوشې شي.
یاده دې وي چې عمران خان دا مهال د ۱۹۰ میلیونه پونډو قضیه کې د بند سزا تېروي، او له هغه راهیسې د تحریک انصاف ګوند دننه اختلافونه زیات شوي، څو ډلې ترې جوړې شوې او زیات مشران د ګوند د مشر د خلاصون پر ځای، خپلو سیاسي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.


