ویب ډیسک
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې درې پولیس وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
ډان ورځپاڼې سه شنبه د اپریل میاشتې پر ۱۵مه راپور ورکړ چې چاودنه د یو ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې او د پولیسو موټر یې په نښه کړی دی.
پولیسو ویلي دي چې د پیښې د دوو ټپیانو حالت نازک دی.
د دې پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.
دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې په بلوچستان کې د بلوڅانو د مدني ټولنې د فعالینو د نیولو پر وړاندې پیل شوي اعتراضونه نولسمې ورځې ته رسېدلي دي.


