دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهازبکستان ،د افغانستان پرمختګ د ګاونډیو هېوادونو له رغنده تعامل پرته ممکن...

ازبکستان ،د افغانستان پرمختګ د ګاونډیو هېوادونو له رغنده تعامل پرته ممکن نه‌دی.

ويب ډيسک

د ازبېکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف په کنایه ډول طالبانو ته ویلي، دغه هېواد تل له افغانستان سره رېښتینی او رغنده دریځ درلود.

 

هغه زیاته کړې چې د افغانستان پرمختګ د ګاونډیو هېوادونو له رغنده تعامل پرته ممکن نه‌دی.

 

میرضیایف همداراز څرګنده کړې چې ډېری هغه کسان چې په پیل کې د افغانستان په اړه د تاشکند د تعامل له پالیسۍ سره مخالف وو، اوس یې په ښه اقدام اعتراف کوي.

 

د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف، له ۲۰۱۶ کال راهیسې واکمن دی او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د افغانستان په اړه د ازبکستان بهرنی سیاست د تعامل او همکاریو پر بنسټ تنظیم کړی. تاشکند له طالبانو سره له ۲۰۱۸ کال راهیسې اړیکې لري او د افغانستان د اقتصادي ثبات، ټرانسپورتي دهلیزونو، او بشري مرستو په برخو کې رغنده رول لوبوي.

 

ازبکستان د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندلو ډډه کړې، خو له هغوی سره یې پراخ تعامل ساتلی دی. دا تعامل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، برېښنا صادراتو، او اورګاډي پټلۍ پروژو ته لار هواروي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه