ویب ډیسک
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت کابل ته د یاد هېواد د ځانګړي استازي صادق خان د سفر اساسي موخه طالبانو سره د امنیتي اندېښنو شریکول ښودلي.
د پاکستان د خارجه وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې ځانګړي استازي او مله پلاوي له طالبانو سره د پاکستان په وروستیو امنیتي اندېښنو خبرې کړې دي.
ورته مهال پاکستان په ښکاره نه دي ویلي، چې طالبانو سره یې کومې امنیتي اندېښنې شریکې کړي خو له دې وړاندې ویل شوي وو، چې پاکستان د طالبانو په همکاري غواړي ټي ټي پي کنټرول کړي.
طالبان داسې مهال ټي ټي پي سره د خپلو اړیکو لرلو انکار کوي، چې پاکستان ادعا کړې وه، بلوچستان کې پر جعفر ایکسپریس اورګاډي برید هم له افغان خاورې رهبري کېده او طالبانو اجازه ورکړې وه.
طالبانو هم له پاکستاني پلاوي سره د سودګرۍ، ټرانزيټ او کډوالو سربېره پر سیاسي او امنیتي موضوعاتو د خبرو راپور ورکړی و او ټینګار یې کړی، چې د اړیکو رغښت د دواړو لوریو په ګټه دی.
کارپوهان د طالبانو او پاکستان وروستۍ ترینګلتیاوې تر رسنیزو جنجالونو محدودې بولي او ټینګار کوي، چې دواړه غاړې ژورې استخبارتي اړیکې او پر طالبانو پراخ استخباراتي نفوذ لري.
# #Afghanistan #Pakistan #Politics


