یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍسوريه ،په تېرو دوو ورځو نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر...

سوريه ،په تېرو دوو ورځو نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر له زرو اوښتی دی.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان په خبره رپوټ ورکړی چې د سوریې د امنیتي ځواکونو او د دغه هېواد د پخواني ولسمشر بشار الاسد د پلویانو ترمنځ په تېرو دوو ورځو نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر له زرو اوښتی دی.

 

دغه تازه نښتې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شوې، پلازمینې دمشق کې د نوي حکومت پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ګڼل کیږي.

 

اسوشیټډ پرس اژانس سوریه کې تازه پیل شوې جګړه د تېرو ۱۴ کلونو جګړې له پیل راهیسې د دغه هېواد تر ټولو خونړۍ نښتې بللې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه