دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلوی پانګه وال

لوی پانګه وال

لیکنه :داکتر یارمحمد تره کی 

کال ۱۳۶۸ وو. د داکتر نجیب الله د ولسمشری په لمړنیو میاشتو کی اقتصادی وضعیت نورهم دخر ابیدلو په لور روان شو. په همد ی وخت کی د کابل تلویزیون نوی شانته اعلانونه خپرول. په دغو اعلانونو کی د ملی پانګه وال ګلاب الدین شیرزایی نوم خورا زیات راتو.

اعلانونو به ویل چی دا ملی متشبث اولوی پانګه وال د افغانستان لپاره پانګونه کوی او اوړه، غوړی، بوره، او نور ارتزاقی مواد هیواد ته راوړی. اعلانونو به داهم ویل چی ښاغلی شیرزایی دلته او هلته د خوارو خلکو، د اردو منسوبینو او ښوونځیو سره مر ستی کوی.

خدای شته خلک به ډیر خوشحاله شوو چی دا څه جنتی سړی دی چی په دې سختو حالاتو کی هیواد او خلکو ته مرستی کوی.

څرنګه چی مونږ سیاسی زده کړ ی په ګوند کی کړی وی نو مو دغه اعلانونه تر پوښتنو لاندی راوستل اود موضوع تل ته مو ور ود انګل .

هغه وخت ځوانان وو او لږ په لانجو پسی هم ګرځیدلو. ډیر ژر می ځان خبر کړ چی دا شیرزایی صاحب په ډیره ارزانه بیه اوړه او غنم د منځنی آسیا څخه اخیستل او بیا یی د دولت د سخت حالت څخه په ناوړه ګټی اخیستنی دا مال بی د کومی مالیی او تکس را وارداوو. وروسته له هغه یی دا مالونه په خپلو ګدامونو کی دڅه وخت لپاره ساتل چی وګوری جګړه تر کومه ځایه رسیدلی ده.

نو بیا به چی جګړه هر ولایت کی سختیدله او لاری بندیدلی نو ده به دا مالونه دوه دری ځلی ګران خرڅول ځکه د جګړی په وخت کی خلک د خپلی کورنی اقتصاد ته نه ګوری هسی ماشومان په نس مړوی.

تر دی هم شر موونکی مثال راوړم.

د جهادی تنظیونو په وخت کی کله چی ددوی لمړی ژمی پیلیدو نو د دفاع وزا ت چی احمد شاه مسعود یی وزیر وو غوښتل چی د اردو دفترونو ته د ژمی لر ګی واخلی. څرنګه چی دوی په دی کار کی نابلده وو نو یی د اردو د لرګیو قراردادی را پیدا کړ او ورته یی وویل چی لرګی مو پکار دی. قراردادی لوی پانګه وال وواو لا یی د کال په سر کی پر تیر حکومت د ژمی لر ګی خرڅ کړی وو.

څرنګه چی جګړه تیزه وه نو دفتر او دیوان ته لاسرسی نه کیدو. دی پانګه وال پر یوه دولت خر څ شوی لرګی بیا د خرڅلاو لپاره نوی چارواکی ته وړاندی کړ ل او وعده یی ورکړه چی ددفاع وزارت د ټول کال لرګی به ور ته په یوه میاشت کی تیارکړی.

د قرار داد ۵۰٪ پیسی یی واخیستلی، هغه پیسی یی د پیښور چوک یادګار ته حواله کړی او مخامخ د لرګو د ذخیری ګدام ته و رغی. هلته چی باید د دولت محافظین وای هغوی د جګړو له امله تښتیدلی وو.

دی پانګه وال د ګدام ګیټ مات کړ او د هغه کنترول یی په لاس کی واخیست. دا ګدام د کابل د یوی تپی په لمنه کی پروت او ډیر مساعد ځای وو. په دا بله اونی د دفاع وزارت جهادی قوماندانان د لرګیو د وړلو لپا ره راغلل. دوی د قرار داد له مخی د خپلوځانونو سره د تللو تیږی هم ر اوړی وی. په دی ورځ یی دوی لاری ډکی کړی او ولاړل.

مجاهدین لا د ښار او پانګه والی فساد باندی ډیر نه پوهیدل. کله چی دوی ولاړل نو دی پانګه وال د تللو تیږی راواخیستلی او د سنګتراشانو کوڅی ته راغی. دلته یی د اوه کیلویی تیږی پر ځای په عین اندازه او شکل د سپکی تیږی څخه پنځه کیلویی تیږی جوړی کړی او ګدام ته یی راوړلی.

په دی توګه یی پوره یوه میاشت د دولت لر ګی بیرته پر دولت خرڅ کړل. ده په من کی دوه کیلووهنه هم وکړه. پیسی به ده ته د پیښور په چوک یادګار کی هلته چی د اسلامی جمیعت تنظیم خپل اکونتونه درلودل انتقالیدلی.
بیا د ملی پانګه وال آق مر اد وار راغی چی څرنګه یی د داکتر نحیب اوربانی حکومتونه وغولول. بیا د بیات وار راغی چی څرنګه یی طالبان اوجمهور یت وغولاوو.
د میلیونونو ډالر ه دولتی ځمکه په روپو اخیستل ، د دولت په دهلیزونو کی د لاسر سی له امله بی حده امتیازات اخیستل، په یوه وخت د ګټی لپا ره څو کارونو ته لاس اچول ددوی کار وو.

د جمهوریت په وخت کی د لویو پانګه والو د بیا زیږیدلو نیټی وی. چی چیرته به یی د شلومیلیونو ډالرو په انداز ه دولتی او د مرستو شتمی لاندی کړه نوبه یی په دوبی کی دفتر خلاص کړ. هلته به یی د جمهور یت با صلاحیته چارواکو ته راز راز خدمتونه کول. ددوی په حساب دا خدمتونه د بزنس خرچه (Business Expense ) و ه چی بیا به یی د مستهلک له ستونی ایستلی.

هغه پانګه وال چی په جمهوریت کی به تراشلی او غوړ غوړ ګرځیدل اوس یی د طالبانو څخه هم ږیری اوږدی دی. اوس چی دوی د طالبانو په پوستکو ور ننوتلی دی ګمان نه کیږی چی څو ځلی دی د احمدشاه مسعود لرګو چم په دوی نه وی کړی.

ددی ژوند ی مثالونو په لیدلو سره یو ځل بیا د بوډا مارکس خبرو ته ځیر شوم چی ویل به یی ” دپانګه وال (کاپیتالیست) غوښتنی لایتناهی دی او هیڅ انتها نلری چی ورسره د هغه د قدرت اندازه لګیدلای شی. ده به ویل که په یوه ښار کی خلک د نیستی اوخواری له امله د ځان وژنی تکل وکړی نو لوی پانګه وال به د مرستی پر ځای د رسیو کاروبار پیل کړی.

نن سبا ځینی لوی پانګه وال وینم چی د طالبانو پر شاوخواه د پتنگ په شان راڅرخی. ډیر ژر به ددوی په واسطه د هیواد بله ټوټه لاندی کړی اوًخلک به همد اسی خوار او غر یب پاتی شی.

په رسنیو کی د لویو پانګه والو د بشر دوستی د ټټر وهلو خبرونه هم اورو. ای کاشکی چی دار ښتیا وای. خود پانګی خاصیت او ما هیت د مرستی کولو پر ضد ده. پانګه او پانګه والی په خپل طبیعت کی د ټولنیزو خدمتونو ضد ده. ځکه که هغه وړیا مرستی ورکړی، روغتونونه جوړ کړی ، پوهنتونونه ورغوی او ددی څخه ګټه ونکړی نو به یی پانګه ډير ژر ختمه شی او ډیوالی به شی. د پانګه وال ژور فکر په دی کی دی چی د یوه خدمت په وړاندی تر کومی اندازی ګټه (Incentive )موجوده ده. هغه پانګه وال چی د هری ګړی ګټي په فکر کی نه وی هغه نور پانګه وال ندی.

پانګه وال هیڅ وخت د پوهنتون د استاد، د عالم، د عسکری صاحب منصب، او د ټولنی د زیار کښو خلکو سره ناسته پاسته نه کوی. پانګه وال به هرو مرو د دولتی چارواکو سره ډډه لګوی، د هنرمندانو سره به وخت ښه تیروی او د نور پانګه والو سره به پر متقابلو ګټو خبری کوی. دا د سرمایی قانون دی.

جګړه ځپلی ، جهاد ځپلی وږی تږی هیوادونه د پانګه والو جنتونه دی. ځکه هر څه ارزانه دی. وړیا ځمکه، وړیا انرژی د شیخ الوزرا لیدل او د امرونو اخیستل، د قوانینو او اصولو څخه تیری، د تعروفو نه ورکول، د مالیی نه ورکول، د کوچنی لګښت پر وړاندی ښه سمه ګټه پورته کول ددی هیوادونو خاصیت دی.

هغه هیوادونه چی پکی قوانین او اجراات بلوغ ته ر سیدلی وی هلته لویه ګټه په کلونو او لسیزو کیږی. خو داسی خوار هیواد لکه افغانستان چی د دنیا هیڅ هیواد یی په رسمیت نه پیژنی او چارواکی یی سترګی آسمان ته نیولی وی چی څه وخت به یوه بله الوتکه په هوایی ډګر کی کښینی، دلته د پانګه وال اعتبار لوړ دی او د لګښت ګټه د کلونو په پرتله په میاشتو کی میلاویږی.

که د ټولنیز پرمختګ د سترو عالمانو او پوهانو خبری منی نو باید دغه کارونه وکړی:
1. د قدرت دهلیزونه او دروازی باید دلویو پانګه والو په وړاندی بندی وی که نه نو دچارواکو کمیسان او پټو وان به هم یوسی.
2. ددوی کار او هڅي باید د کلک قانون تر سیوری لاندی وڅارلی شی تر څو د عامه شتمنیو د غلا څخه مخنیوی وشی.
3. په هیڅ صورت باید دوی ته فوق العاده تعرفوی معافیتونه ور نکړل شی.
4. دولت او یا دده استازی باید د هر پانګه وال په کاروبار کی یوه اندازه شراکت ولری تر څو د کاروبار سمه پلټنه وکړی.
5. د وړیا روغتونونو او خیالی بندونو پر ځای دی د پانګه وال څخه پوره مالیه او تکس واخیستل شی او په هغه دی روغتون او پوهنتون جوړ شی.

ما په خپل ژوند کی صادق مجاهدین لیدلی دی، ما صادق طالبان هم لیدلی دی.

ما په خپل ژوند کی ډیر زېات صادق خلکیان لیدلی دی. خو ما تر اوسه په وطن او یا په بهر کی یو صادق لوی پانګه وال ندی لیدلی چی په کم لګښت دی د ډیر ثروت د لاندی کولو فکر ونلری او په معاملاتو کی دی دولت ته دوکه ورنکړی.

که تاسو هر پانګه وال ولید چی په رښتیا د خلکو چوپړ ته یی ملا تړلی وی نو دا ددی معنی لری چی د پانګوالی څخه ستړی شوی دی او خدای په امانی ورسره کوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه