ويب ډيسک
اسلامي امارت نن د سلواغې ۲۶مې، له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وتلو د ۳۶مې کالیزې په مناسب خپره کړې اعلامیه کې ویلي، متجاوز جهتونه دې عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره دې د افغانانو د ازادۍ او حریت پر ضد ګام نه پورته کوي.
نن د سلواغې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو له ۳۶مې کالیزې سره برابره ده.
اسلامي امارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه ورځ بللې او په همدې مناسبت یې «خپلو مسلمانو او مجاهدو وروڼو» ته مبارکې ویلې ده.
په اعلامیه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او واک ته د اسلامي امارت رسېدو ته په اشارې ویل شوي چې په افغانانو کې د استقلال غوښتنې حس لاهم قوي دی او د خپل دین د ساتنې لپاره کلک هوډ او تعهد لري.
دغه اعلامیه چې د اسلامي امارت د ویاند ذبیحالله مجاهد له لوري پر اېکسپاڼه خپره شوې، د کوم معلوم جهت له څرګندولو پرته پهکې لیکل شوي چې د تېرو څه باندې سلو کالونو پرلهپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د جهاد له کامیابۍ څخه باید په راتلونکي کې متجاوز جهتونه عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره دې د افغانانو د ازادي او حریت پر ضد ګام نه پورته کوي.
اعلامیه کې ټولو افغانانو ته سپارښتنه شوې چې باید د تېر په څېر په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيیو او دسیسو پر وړاندې چمتو واوسي او د خپل کلک عزم او اسلامي وحدت په ساتلو سره د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي او خپل دین، عقیده او خپلواکي وساتي.
د یادونې ده چې له نن څخه پوره ۳۶ کاله مخکې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه په افغانستان کې له نږدې لس کلنې جګړې وروسته له ماتې سره مخ شول او د ۱۳۶۹ کال د سلواغې په ۲۶مه نېټه د هېواد په شمال کې د حیرتان بندر له لارې له افغانستانه ووتل.


