یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهواشنګټن پوسټ:افغانستان حکومت هڅه کوي چې د هېواد لرې پرته سیمه، واخان...

واشنګټن پوسټ:افغانستان حکومت هڅه کوي چې د هېواد لرې پرته سیمه، واخان په نړۍوال سوداګریز مرکز بدل کړي

ويب ډيسک

واشنګټن پوسټ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، افغانستان حکومت هڅه کوي چې د هېواد لرې پرته سیمه، واخان په نړۍوال سوداګریز مرکز بدل کړي او افغانستان له چین سره ونښلوي.

راپور د افغانستان حکومت د مسوولینو له قوله راپور ورکړی چې دغه لویه لار بشپړې رغونې او روغ سړک ته اړتیا لري چې داسې ځایونه هم پکې جوړ شي څو د اوبو سطحې له لوړېدو سره د تګ راتګ مخه و نه نیول شي.

خو د راپور پر بنسټ، د افغانستان د حکومت مسوولینو ویلي، د دغې لویې لارې جوړول پراخې بودیجې ته اړتیا لري او چین باید په دغه برخه کې همکاري وکړي.

راپور زیاته کړې چې په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني او د چین د سفیر ترمنځ په کتنه کې هم پر دغه موضوع ټینګار شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه