سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخواجه آصف :د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره کارول...

خواجه آصف :د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره کارول کیږي .

ويب ډيسک

د بلوچستان په سر ښار کوټه کې د خالي په ورځ د شوي ځانمرګي برید نه وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف یو ځل بیا په افغانستان تورونه لګولي چې خاوره یې د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره کارول کیږي .

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جیو نیوز ټي وي په یو پروګرام کې د خبرو په مهال ویلي، د طالبانو حکومت له خپلې خاورې د ترهګرو د فعالیتونو په مخنیوي کې ناکام شوی اؤ مونږ ته به ددې پرضد غوڅ یا فیصله کن ګامونه اخستل وي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت لا په سمدستي توګه د پاکستان دې تازه تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو د کوټې په ځانمرګي برید یې خفګان ښکاره کړی دی.

د خالي د ورځې په سهار د کوټې په ریلوې سټېشن کې یو ځانمرګي برید کې د 14 پاکستاني پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي او تر 60 زیات نور ژوبل شوي ؤؤ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه