یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيکرېکټ؛ راشدخان ولې د‌ نیوزیلنډ پر ضد پنځه ورځنۍ لوبې برخه...

کرېکټ؛ راشدخان ولې د‌ نیوزیلنډ پر ضد پنځه ورځنۍ لوبې برخه نه ده

ويب ډيسک

د نیوزیلېنډ پر وړاندې په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې د افغان ملي لوبډلې ‏څلور لوبغاړي نه لوبېږي او پر ځای یې درې نور لوبغاړي چې په لړمړني نوملړ کې نه و، اوس په نوي نوملړ کې شامل شوي دي.‏

ببزنېس‌سټنډرډ ورځپاڼې شنبه د سپټامبر پر ۷مه په یوه راپور کې ویلي، ‏راشدخان ګلبدین نایب، فرید ملک او یما عرب هغه څلور لوبغاړي دي چې د ‏نیوزېلېنډ پر وړاندې په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې برخه نه اخلي.‏

د کرېکټ نړیوال ستوری راشد د انګلیس سوداګریز لیګ وروستیو لوبو کې ژوبل ‏شوی او د لوبډلې ډاګټر ویلي چې نوموړی د رغېدو په حال کې دی ځکه په ‏راتلونکې ټېسټ لوبه کې نه‌شي لوبېدای.‏

که څه هم ګلبدین، فرید او یما د دې لوبې په لومړني نوملړ کې شامل وو، خو یو ‏ناڅاپه یې پر ځای ریاض حسن، شمس‌الرحمن او خلیل احمد په ۱۶ کسیزه لوبډله ‏کې شامل شوي دي.‏

ورته مهال، د افغان کرېکټ بورډ ویاند سېدسیم سادات ۸صبح ورځپاڼې ته ‏ویلي، دا لومړنی ۲۰ کسیز نوملړ و چې د لوبې له پیل وړاندې به یوازې ۱۶ ‏کسان ترې غوره شي.‏

د نوموړي په خبره:«کرېکټ بورډ ویلي و چې دا لوبغاړي لومړی تمریناتي ‏کمپ کې ګډون کوي او د دغه کمپ له پای ته رسېدو سره سم په لوبغاړو کې ‏بدلون راغی.»‏

د ببزنېس‌سټنډرډ په راپور کې راغلي چې په لوبډله کې بدلون د لوبغاړو د کارکرد‌ګۍ، د لوبډلمشر ‏او روزونکي کشورې د سلا پر بنسټ رامنځته شوی دی.‏

د یادونې ده چې د نیوزیلېنډ او افغان ملي لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه به د ‏سپټامبر پر ۹مه په ګریټر نویډا لوبغالي کې پیل او د همدې میاشت پر ۱۳مه پای ‏ته ورسېږي.‏

دا په داسې حال کې ده، تېره ورځ افغان کرېکټ بورډ ویلي و چې چټک توپ‌اچوونکی نوید ځدراڼ هم د پوښتیو د درد له امله په لوبه کې ګډون نه‌شي کولی.‏

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه