سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههيومن‌رايټس‌واچ: د ا،ا د بياځلي واکمنېدو ورځ د بشري حقونو د کړکېچ...

هيومن‌رايټس‌واچ: د ا،ا د بياځلي واکمنېدو ورځ د بشري حقونو د کړکېچ ترخه يادونه ده

ويب ډيسک

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بیاځلي واکمنېدو د درېیمې کلیزې په رارسېدو سره، د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن‌رایتس‌واچ) وايي، دا ورځ په‌دې هېواد کې د بشري حقونو د کړکېچ ترخه یادونه ده.

یاد سازمان پرون سه‌شبنه د اګست په ۱۳مه د شپې ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، هغه حکومتونه چې له طالبانو سره تعامل لري، باید دوی ته یادونه وکړي چې د ښځو، نجونو او د افغانستان د ټولو خلکو د حقونو نقض، له نړیوالو قوانینو د افغانستان سرغړونه ده.

په‌همدې حال کې یو شمېر هغه افغان مېرمنې او نجونې چې د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله اغېزمنې شوي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو ښکاره سرغړونه روانه ده.

د طالبانو حکومت د بندیزونو امله له زده‌کړو څخه بې‌برخې شوې يوې نجلۍ چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: “په هغه ځای کې چې نارینه د واک، ازادۍ او لوړو زده‌کړو حق ولري او ښځې ونه‌شي کولای چې ان په ټيټه کچه زده‌کړو ته هم دوام ورکړي، نو دا معلومه خبره ده چې د بشر له حقونو څخه سرغړونه ده، ځکه دا یو نا عادلانه کار دی.”

دغه راز يوه بله نجلۍ چې دا هم نه‌غواړي نوم يې خپور شي وايي: “دا طبعاً په ښکاره ډول د بشري حقونو نقض دی او له بده‌مرغه د دوی په دريځ کې هیڅ بدلون نه‌دی راغلی، چې د دوی نظر او دريځ د ښځو په برخه کې بدل شي او ورځ تر بلې په افغانستان کې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حالت مخ په خرابېدو دی.”

د بشري حقونو د څار سازمان همدا راز د دې سازمان د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي له قوله لیکلي، تمویل کوونکي باید په افغانستان کې بشري بحران لپاره د پایداره حل‌لارو د رامنځته کولو او اړمنو کسانو ته د رسېدو په موخه مرستې برابرې کړي.

دا په‌داسې حال کې دی چې د ښځو پر کار د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله، د ډېری هغو کورنیو اقتصادي وضعیت کړکېچن دی، کوم چې مېرمنو یې سرپرستي پر غاړه درلوده.

د خپلې کورنۍ سرپرسته یوه افغانه مېرمن چې پخوا یې په یوې دولتي اداره کې کار کاوه او اوس په کور ناسته ده، د نوم نه ښودلو او غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل: “له بده‌مرغه ډېرې سختې ورځې تېروم او په‌دې درې کلونو کې مې تېرې کړي دي. زما په شان داسې مېرمنې او نجونې شته چې بې‌کاره دي، د مېرمنو ستونزې ډېرې دي، ډېری یې د خپلې شپې او ورځې ډوډۍ نه‌لري.”

دا مېرمن په‌داسې حال کې د خپل اقتصادي وضعیت څخه شکایت کوي چې د بشري مرستو نړیوالې مؤسسې وايي، افغانان د نړیوالو د بې پروايۍ بیه پرې کوي.

د لوږې پر وړاندې عمل سازمان “ACF”، د پاملرنې نړیوال سازمان “CARE”، د ډنمارک د کډوالو شورا “DRC”، د ژغورنې نړیوالې کمېټې، په ټوله نړۍ کې د اسلامی مرستو مؤسسې “IRW”، د ناروې د کډوالو شورا “NRC”، خلک یا پیپل این نیډ “PIN” او د ماشومانو ژغورنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړ چې افغانستان د نړیوالې ټولنې له دوامداره ملاتړ او ښکېلتیا پرته د هېر شوي بحران له خطر سره مخامخ دی.

دوی ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو درې کاله وروسته میلیونونه افغانان د نړۍ په یوه تر ټولو لوی او پېچلي بشري بحران کې مبارزې ته دوام ورکوي.

سبا د اګست په ۱۵مه نېټه واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو درې کاله پوره کېږي.

په‌دې درې کلونو کې د دوی حکومت د بېلابېلو محدودیتونو په پلي کولو سره د افغانانو په ځانګړي توګه د مېرمنو او ښځو ژوند اغېزمن کړی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه