ويب ډيسک
د ښځو د حقونو فعاله او پخوانۍ ډیپلوماته نظیفه حقپال وايي، ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه په افغانستان کې له داسې نظام سره مخامخ دي چې هېڅ ډول جوړجاړي ته غاړه نهږدي.
مېرمن حقپال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په کار ده پر طالبانو له نورو لارو فشار راوستل شي چې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې خپل دریځ نرم کړي.
د ښځو یوې بلې فعالې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي او غږ یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر فعالانو ډول ډول محدودیتونه لګول شوي او د دوی ټلیفوني اړیکې هم څارل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې چې پرون یې پر خپله ایکسپاڼه خپور کړی ویلي چې د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ژوند پر ټولو اړخونو ناوړه اغېز کړی دی.
په ۹ مخونو کې دغه برابر شوی راپور وايي، د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز د دې سبب شوی چې تر وخت مخکې د نجونو ودول ۲۵ فیصده، تر وخت مخکې د ماشومانو زېږون ۴۵ فیصده او د میندو احتمالي مړینه ۵۰ فیصده زیاته شي.


