یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيسالنګ او پاپولیسم

سالنګ او پاپولیسم

لیکنه :ډاکتر یارمحمد تره کی

دافغانستان په حکومتدارانو یونوی پاپولیستی مرض لګلیدلی دی. ددوو روپوکار به یی نه وی کړی بیا د لسوروپو اشتهارات ورته کوی. دامرض طالبانو نه پخواه د تیر حکومت څخه اخیستل شوی دی.

لږبه راشم د پاپولیسم د مرض لنډ یزته.

پاپولیسم (Populism ) هغه سیاسی پالیسی ده چی یو کس یا یو حکومت خپل ځان د خلکو استازی وګڼی او د حاکم نظم اوپالیسیو په وړاندی خپل ځانونه خلکو ته نژدی وښیی. په بل عبارت دا د ځينوسیاسیونو هغه کړنی دی چی دیوه کوچنی کار په کولو خپل ځان اوسیاسی کردار د خلکوپه چوپړکی وښیی.

پاپولیسم د پانګوالی نظامونو یوه لویه بیلګه ده.د ټاکنوپه وخت کی خلکوته وعدی ورکوی اووروسته د ټاکنو هغه وعدی هیروی.د پاپولیسم بل اړخ د خلکو پراحساساتو او عکس العملونو اثر اچول او د یوی حادثی د دبدوعواقبو څخه د خلکوویرول دی لکه ترورریزم، د چاپیریال ککړوالی،اسلام، افراطیت او مهاجران.
خوکه بیرته خپل هیواد ته را شونووینو چی پاپولیسم یا ځان ښودنه په تیرو څولسیزوکی ډیر رواج موندلی دی.
خدای شته د خلق ډموکراتیک وخت کی می پاپولیسم ندی په یاد. په هغووختونوکی به کارونه کیدل، پروژی به بریالی کیدلی ،پلونه به جوړیدل، سرکونه به رغیدل او ودانی به جوړیدلی خو زما نه په یادیږی چی چارواکی به په متداومه توګه د پټی شاته د بیاتی سره ولاړوو اوهغه به یی افتتاح کولی او یابه یی هغه پروژه د ځان بریا ګڼله.

دمجاهدینواود طالبانوپه لمړی دور انونو کی خوهسی جوړونه اوپرمختګ نه وه چی بیایی افتتاح کړی وای.ددوی لویه سوبه د غونډیو فتح کول د ودانیوورانول او د پلونو الوزل وو.نود پاپولیسم نخښی په دی دوران کی نه تر سترګوکیږی.

دپاپولیسم یا ځان ښودنی لمړی رغنده بیګلی د امریکایی یرغل اودحامد کرزی د حکومت سره را پیدا شوی.
په هغه وخت کی به چارواکود ملی پروژود بریالی عملی کولو کار خپل افتخارات ګڼل. دوی به تر اصلی کارپه افتتاحاتواوغونډو ډیر بوخت وو .

ځینی وزیرانو،مشاورینو او معینانوخوبه د تلویزیونونو مسولینواو ژورنالیستانوته په هرخبر نغدی پیسی هم ورکولی.دوی پدی پوهیدل چی جمهور ییس،دده مرستیالان اوهمدارنګه امریکاییان د ۸ بجووخبرونه اوری.نوبه یی په دی خبرونوکی د خپلونومونو د ځایولو لپاره ښی پیسی بیلولی.د ژورنالیستانوکارهم روان وواودوی هم ښه کریډتونه پّدی خبرونو باندی اخیستل.ورووروځینو چارواکوفکروکړ چی تر هری ورځي پیسوورکولوښه ده چی خپل تلویزیون اورسنی ولری. د همدی فکر سره ځینی چارواکی دنویوتلویزیونونو په افتتاح لګیاشول. اصلی پرمختګ پاتی شو، لاری، ډګرونه،بندونه او فابر یکی پاتی شوی اود سطحی اشتهاراتو بازار تود شو. کله چی د حامد کرزی حکومت پاتی ورسید نو د افغانستان ظاهری بڼه ډیره ښه ښکاریدله.د هیواد کلنی عواید جی .دی.پی ۷۰۰ ډالرو ته جګه شوی وه اود خلکو کار اوبار هم ښه وو. خو دا ټول اقتصاد د اشتهاراتو پرحباب ولاړ وو. چی حباب ته ستنه ونیول شوه نو اصلی حالت بربنډه شو.

ترټولو روښانه پاپولیسم او ځان ښودنه مو د ډاکتر اشرف غنی په حکومت کی ولیدله.

زه دڅو میاشتو سفر څخه وروسته بیرته هیوا دته راستون شوی وم.کله چی د هوایی ډګر څخه د کورپه خواه روان شوم نومی په حیرانتیاولیدل چی د کابل د غرونود خټوکورونه شنه،زیړ او نیلی رنګ شوی دی. لمړی می فکر وکړ چی سترګی می غلطی شوی دی اویامی فشارټیټ دی. خوچی نور هم د ښارپه زړه ورننوتم ددغورنګینو کورونو شمیرنورهم ډيرشو آن تردی چی د نوآباد دهمزنګ، ده افغانانو ټول کورونه په یوه یادوورنګونورنګ شوی وو. نومی وغوښتل ددی بی ساری کار مبتکرپیداکړم. سمدلاسه می دځینودوستانو څخه پوښتنی پیل کړی.

بلاخره پریوه عجیبه خورښتینی کیسی ورپیښ شوم.

د هیواد یوه ځوان خوپاپولیست اوغوړه مال چارواکی چی دجمهور رییس په خواه کی وو د خپلی نوبتی رخصتی څخه وروسته جمهور رییس ته ورغلی وو اوورته یی ویلی وو:

مشره مونږ ولیدل چی په نوروهیوادونوکی هم د غرونوپه سر غیرپلانی کورونه شته. زه همدا اوس دبهر څخه راغلم. هغوی د خپلوغټیو اوغرونو په سرکورونه رغولی دی اورنګین کړی یی دی. توریستان د همدی کورونو د لیدلو لپاره هلته ورځي. زه وړاندیزکوم چی که یوه پروژه منظوره کړی تر څود کابل د غرونوکورونه ښه ورغول شی اورنګین شی.دا به ستاسو د ابتکار او علمیت یو بل ثبوت وی. جمهور رییس چی په ځان ښودنی او پاپولیسم کی لمړی نمبر وو سمدستی یی پنځه میلیونه ډالره دی ناحقه او د درواغوپروژی ته منظوری کړل.

په بله ورځ پروژه د دی ځوان چارواکی ملګری ته بی د داوطلبی ورکړل شوه. بیرلونه واخستیل شول. د کابل دحاجی یعقوب د څلور لاری د رنګ پلورونځیوڅخه اهاک ،پلاستیکی رنګ او نوروسایل واخیستل شول. ټیمونه جوړ شول اود کابل د غرونوپه کوڅوکی یی د خلکود کورونو مخی ته بیرلونه کیښودل. د کورونو رنګول وړیا وو. خو چا ددی کار څخه انکار نشوای کولای. دا د امورود اداری امر وو. ځینوبه څه نه ویل خوډیروبه ویل چی مونږ یی ستاسو د رنګ څخه تیرخوتاسومونږ ته د اوبوبندوبست وکړی، زمونږ دکنارابونو د چټلیو لپاره یونل کیږدی چی کوڅی موپاکی شی ا ویاحد اقل یوه زینه راته جوړه کړی چی زمونږسپین ږیری اوسپین سری په دی زینو خپلوکورونوته وخیږی. خودچارواکی انډیوالانواوقرار دادیانوبه خلکوته ویل چی دغه اقلام په پروژه کی نشته. بالاخره دغرونوکورونه رنګ شول بی له دی چی د اوبو، برق، لارو او کثافاتوغم یی وخوړل شی.

بیا ډاکترصاحب د روښانفکرو افغانانو دخوښولو لپاره د غازی امان الله خان دپنځوسوودانیو د بیارغونی پروژه هم پیل کړه.څه د پاسه سل میلیونه ډالریی ورباندی ولګول.ډیرو ته پکیښی غوړه ډوډی برابره شوه.خو دغوماڼیواو قصرونود خلکود ژوند او ډوډي غم و نه خوړ. داقصرونه همداسی تش پاتی شول اواوس د مدرسود څښتنانو له خواه فتح شوی دی.

بیرته د سالنګ تونل ته راګرځم.د سالنګ تونل د رغونی چاری څه د پاسه دری میلیونه ډالره لګښت اخیستی دی.د تونل رغونه یو شه کار دی. خو په خواشینی سره دا کار هم د تیر په شان پوخ ندی تر سره شوی. د تونل خوله څه ناڅه رغول شوی ده او څراغونه اورنګونه لری چی د اشتهاراتواو تبلیغاتولپاره ډيرښه بریښی.خود تونل په مینځ کی دکانکریت نه ماسیوا نه برق تمدیدشوی دی، نه د تهویی کارشوی دی اونه هم د یخنی مخنیوی شوی دی. د سالنګ تونل ترټولوسخت کارد تهویی (Heating, Ventilation and Air Conditioning (HVAC)) سیستمونو رغول دی ځکه په یوه وخت کی دسلوڅخه زیات وسایط دتونل دننه د ډیر بد ګازاوبوی د تولیدسبب ګرځی. نو که انسانان هم د تونل پّه مینځ کی وی د هغوی د مسمومیت سبب کیږی. د شورویانوله خواد تونل په جوړولو سره په تونل کی پکهی اود تهویی ماشینونه وو چی د خلق دموکراتیک د حکومت تر پایه یی کار کاوو اود هغومرمت اورغولوچاری دوام درلودی. نه پوهیږم چی مجاهدینوهغه هم کباړ کړل که یی وخوړل خو د۱۹۹۲ کال څخه وروسته یوه اوسپنه هلته پاتی نه شوه.
ددی ټکود لیکلواصلی موخه د کوږاوناسم پرمختګ(Pseudo-Development ) دمقولی تعریف دی. هغه پرمختګ چی ترژور تاثیر یی برسیرن تاثیر لوړ او ټیکنی وی.
پرمختګ د اقتصاد یوه بر خه ده چی په برناموی اویا پروژه یی توګه د هیواد اقتصاد ته د ودی او فعالیت پیچکاری ور کیږی. پر مختګ اکثرآ د دولتونو او حکومتونو له خوا مدیریت کیږی. په دی کی نړیوال سازمانونه او بانکونه هم پوره ونډه اخلی. د پرمختګ موخه داده چی په یوه هیواد کی د اقتصاد پټلی په حرکت راوړله شی. خو په افغانستان کی ډیر چارواکی د پرمختګ په اصلی موخه نه پوهیږی. دوی فکرکوی چی پرمختګ یعنی د وړواشتهاراتی پروژو پلی کول دی چی د چارواکو د بډاییدلو اود ښو تبلیغاتوسبب وګرځی.
په رښیتنی پرمختګ کی د پاپولیسم اوځان ښود نی لپاره ځای نشته. د یوه حکومت اونظام بریالیتوب دهیواد د وګړو په دستر خوان باندی ارزول کیږی. پرمختګ یوآنی اولمحه یی حادثه نده بلکه یوه اوږده او پرمختیایی کاردی. ډير خلک د هغه قهرمانان دی. مشران اورهبران یوازی د مختلفوپروژو تمویل کوونکی او سمت ورکونکی دی. مشران او رهبران د پرمختیایی پروژو په بریاکی د یوه کارګر او انجنیر څخه هم لږ ونډه لری.

ترهغوچی په افغانستان کی دا سی پرمختګ نه وی راغلی چی د خلکو ژوند بدل کړی ،هغوی ته د زده کړی، ډوډي اوکاربندوبست ونکړی دا ډول پرمختګ به لنډمحاله وی.کټ مټ لکه دولسمشرحامد کرزی اوډاکتر اشرف غنی پرمختګ.

په داسی حال کی چی د هیواد د وګړو عمومی اقتصادیُ عمرانی، فرهنګی او سیاسی ژوند د خرابیدو په حال کی دی د یوی او دوو پروژو بریالی تطبیق هیواد ته بدلون نه راولی. برخلاف په هیواد کی د زبرشخصیتونو د ډيریدو باعث ګرځي. اوڅرنګه چی واقعی پرمختګ په شخصیتونو نه بلکه په پروسو اواقتصادی برنامو مینځ ته راځي د زبرشخصیتونووده ددی لړی لپاره د تاوان سبب ګرځی.
زما مشوره د هیواد روښان فکرو اوشنونکوته داده چی د یوه رژیم ښیګڼه او بریالیتوب په ډيرو ساده وسایلوو تلی. دا ساده د چاڼ وسایل د خکو د دستر خوان حالت، دکورنی د کلنی عوایدو (GDP) ، ډاکتر ته د لاسرسی سلنه ، د مور اوماشوم د مرګ مخنیوی، او د معاشونو اوتنخواه ګانولوړیدل دی.
په داسی حال کی چی د طالبانوحکومت د اقتصاد په برخه کی رڼه پالیسی نلری اوخلکوته دهیواد د عوایدو او لګښتونو ګذارش نه ورکوی نوګرانه ښکاری چی د هیواد اقتصادی انځور دی وایستل شی. خو د ډيرونړیوالو سازمانونو، د افغانستان د کلنی راکړی ورکړی او د کار ځایونو د کمیدلو څخه داسی ښکاری چی د رښتینی پرمختګ کومه اجندا نه ده موجوده. په بهرکی د افغانانو له خوا په بیساری توګه د ریمیتنس (Remittance )میاشتنی پیسولیږل، ددی حقیقت څرګندو ی دی چی د خلکوحالت ښه ندی. له بلی خواه نورثبوتونه هم شته چی د هیواد د اقتصادیُ فرهنګی اوټولنیزوضعیت د بدوالی خبرونه مونږ ته راکوی.
دیوه تونل د خولی جوړولُ د کابل دغرونود کورونو رنګول او یا په پغمان کی شاهی ماڼي جوړول د پراخ پرمختګ په معنی ندی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه