یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدوحه کې د ملګرو ملتونو غونډه؛ د ښځو حقونو ملاتړې په دې...

دوحه کې د ملګرو ملتونو غونډه؛ د ښځو حقونو ملاتړې په دې غونډه کې د ښځو استازو شتون غوښتنه کړې

ويب ډیسک 

د ملګرو ملتونو په نوښت د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې په څنډه کې د ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړې په دې غونډه کې د افغان ښځو د باثباته حضور غوښتونکي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، چې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه به د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه جوړه شي او په دې غونډه کې به د افغانستان ښځې او مدني ټولنې د نورو هېوادونو استازو ترڅنګ ګډون وکړي.

د دې غونډې تر ټولو مهمه اجنډا د ترکیې د پخواني ډیپلومات فریدون سینیروغلو وړاندیزونه دي. سرچینه زیاتوي، چې په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو په اړه هم نظرونه تبادله شي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعینو خامه پرېس ته ویلي، چې د دوحې په ناسته کې د افغان ښځو شتون اړین دی او دوی باید د افغان ښځو استازیتوب وکړي.

د ښځو د حقونو یوه فعاله مینه رفیق وايي، ښځې باید په دې ډول غونډو کې په معقوله توګه حضور ولري، څو وکولی شي د خپل برخلیک په اړه خپله پرېکړه وکړي.

هغه همدا راز زیاته کړه: په هغو غونډو کې چې له دې وړاندې هم ترسره شوې، د ښځو رښتینې استازې شتون نه درلود او دا غیر موثره وه. هغه ښځې چې په حقیقت کې د ا.ا د تګلارو پر ضد مظاهرې او مبارزه کوي باید د دوحې غونډې ته رابلل شي.

د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار وايي، که ملګري ملتونه د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي، باید دا یقیني کړي چې دغه استازی په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو له وضعیت څخه پوره درک لري او باید په دوامداره توګه له افغان ښځو سره سلا مشورې وکړي.

په همدې ډول د ښځو د حقونو مدافع او د «ازادۍ په لور د ښځو د خوځښت بنسټ ایښودونکې» طاهره ناصري خامه پرېس ته وویل، داسې کسان شته چې د افغان ښځو استازیتوب کولی شي، چې د ا.ا د محدودو سیاستونو تر اغېز لاندې دي، خو څوک دي؟ سره له دې هم د خپلو حقونو لپاره دعوی کړې ده.

د اغلې ناصري په وینا، د افغان ښځو غوښتنې باید په خپله پورته شي، نه هغه څوک چې ملګري ملتونه د استازو په توګه غوره کوي.

باید یادونه وشي چې د دوحې غونډې ته د ا.ا چارواکي هم بلل شوي دي. شاوخوا اته میاشتې وړاندې د دوحې لومړۍ غونډه جوړه شوې وه، چې د افغان ښځو استازو پکې حضور نه درلود.

د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د ښځو د ملي اتحادیې غړې شفیقه رزمنده وايي، د دوی غورځنګ به د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي د ټاکلو په خاطر د ښځو د حقونو له فعالانو سره د خبرو لپاره یوه مجازي غونډه جوړه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان د ا.ا تر واک لاندې د ښځو وضعیت د جنسیتي ځورونې په توګه بیانوي. په همدې حال کې د بریتانیا د پارلمان یو شمېر وکیلانو په افغانستان او ایران کې د جنسیتي تبعیض د وضعیت د څېړلو لپاره یوه څېړنه پیل کړې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه