دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچمن پرلت: غوښتنې مو که ونه منل شي ،له کوټې تر اسلام...

چمن پرلت: غوښتنې مو که ونه منل شي ،له کوټې تر اسلام آباده احتجاجي لاریون کوو

راپور : عبدالکریم 

په چمن کې له پنځه اویا ورځو راهیسې پرلت ناست ده ،یاد پرلت د چمن اوسېدونکو هغه مهاله پيل کړه کله چې د پاکستان دولت دا پریکړه وکړه چې د چمن – سپین بولدک په پوله به تګ راتګ په پاسپورټ کیږي .

چمن اوسېدونکي د دې پریکړي ضد دي او وايي چې ځايي خلکو روزګار له پولې سره تړلی ده او هر ورځ له پنځوشت زره نه زیات کسان د کار لپاره سپین بولدک ته ځي او ماښام بیرته راستنیږي . د پاسپورټ پریکړې له کبله  به د چمن  ګڼ شمېر خلک له بیروزګاري سره مخ شي .

اولس یار اڅکزی د چمن پرلت ویاند ده هغه پښتو جرنل ته وويل چې د پرلت یو غوښتنه ده چې د پاسپورټ پریکړه دې بیرته واخیستل شي ،پخوانی چې کومه طريقه وه د چمن او سپین بولدک د ترمنځ د تګ را تګ لپاره هغه پریکړه دې بیرته عملي شي .

یاد دې وي چې سپین بولدک او چمن په پوله به تذکره او پاکستاني شناختي کارډ باندې به تګ را تګ کیده او د‌ دواړو خواه اولس به په آسانه توګه سفر کولی شو .

انځور: ندیم خان
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اڅکزی د چمن پرلت ته وینا کوي مه

اولس یار اڅکزي زیاته کړه چې په پوله مونږ دوه قسمه د تګ راتګ سسټمه لرل یو هغه وو  چې پاسپورټ به  تګ را تګ کیده او هغه سسټم د ایف آيي اې په لاس کې ده او بل په شناختي او تذکره سفر کول وو  او دا سسټم پخوا د پاکستان پوځ په لاس کې او اوس د ایف سي په لاس کې ده د دې سسټم دا طریقه وه چې ځای خلک به چې سهار له پولې اخوا سپین بولدک یا چمن ته تلل را تلل نو شناختي کارډ او تذکره به کمپیوټر سسټم کې درج کیدله او بیا به  ماښام به بیرته  خپلو کورو ته چې کله  راګرځېدل نو بیا به اندراج کیده دا طریقه له ډېره وخته راراونه وه .

اولس یار اڅکزی په خپلو خبرو کې وویل چې مونږ په دوامداره توګه له حکومت سره خبرې وکړې او زمونږ غوښتنې ومنلې او د دې د پاره يي د شپږ ورځو ورخت رانه واخستلو خو له بدمرغه له هغه پس دولت په خپلو خبرو ونه دریده له دې کبله مونږ د پرلت دریم پړاو اعلان کړلو او په بېلابېلو سیمو کې مو کاربندیز  وکړ او له دې سره سم د نوي کال پیلیدو په ماښام  مو لوی احتجاج  وکړ چې هغه شپه ډېر یخ  هم وو خو بیا هم احتجاج لپاره ډیړ خلک را غونډ شوي وو. پرلت کې شریک خلکو دا شعارونه ورکړل چې مونږ په پوله پاسپورټ نه منو .

 

د‌ چمن او سپین بولدک په پوله غړيدلی ازغن تار

اولس یار زیاته کړه که چرته زمونږ غوښتنې ونه منل شي نو مونږ نور قدمونه اخلو تر سو چې زمونږ غوښتنې ومنل شي . نوموړی وايي چې زمونږ په پلان کې له کوټې تر اسلام آباد پورې احتجاجي لاریون هم شته .

یاد دي وي چې حکومت له هغو خلکو لپاره شل شل زره روپۍ مرسته اعلان کړې د چا چې د پاسپورټ د پريکړې لکبله کاروبارونو اغېزمن شوي په دې هکله اولس یار اڅکزی وايي چې دا یوازې د لغړیانو ستونزه نه ده هغه به په شمېر کم وي  لس زره یا دولس زره به وي ،دا د لس لکوو انسانانو او له هغه سره نږدې چې کومې سیمې دي د هغو اولسونو ستونزه ده، هغه زیاته کړه چې د اولسونو تر منځ خپلوي ده، د خلکو د کښت کروندې مځکې په افغانستان کې دي هلته د چمن د خلکو مارکیټونه دي نو دا د لکونو انسانانو سره تړلې ستونزه ده .

اولس یار وايي : مونږ له پاکستان نه کوم خیرات نه غواړو دوي مونږ لپاره دلته کومه د روزګار زمینه نه ده برابره کړې دلته کښت او کرونده  نشته او نه دلته کومې کارخانې شته چې مونږ وغواړو چې دلته کار وکړو مونږ مجبوره یو چې کار لپاره د پولې اخو لاړ شو . اولس یار وايي چې مونږ په لومړۍ ورځ ورته ویلي چې مونږ شل شل زره روپۍ نه غواړو

اولس یار وويل چې د‌چمن د اولسونو  زمونږ معاشي قتل عام روان ده د‌خیرات ورکولو په ځاي دې باید قتل عام دولت بند کړي .

 

بل لور ته د بلوچستان موقت حکومت اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي تیره ورځ یوې مطبوعاتي کانفرانس کې وویل چې تیر کال په ۲۰۲۳ کې د یوه کاغذ یعني د پاسپورټ پریکړه په پولو عملي شوه چې دا د پاکستان په تاريخ کې لومړی ځل وشول . جان اڅکزي زیاته کړه چې له دې مخته له کلونو راهیسې د پاکستان نړیوالو پوله باندې غیر قانوني تګ راتګ کیده . خو تېر کال د پاکستان دولت نړیوالې پولې منظمې کړې او د پاسپورټ پریکړه يي وکړه او اوس څوک د‌ پاکستان له پولو نه د پاسپورټ او ويزې پرته پاکستان نه سي را دننه کيدلی.

جان اڅکزي په خپلو خبرو کې وویل چې د پاکستان د پاسپورټ د پریکړې له کبله د اغېزمن شو د چمن زره ځوانانو ته د بل کاروبار پیلولو لپاره شل شل زره روپۍ ورکړې ،نوموړي زیاته کړه چې د حکومت دا هدف ده تر سو چې په چمن کې قانوني کار نه يي پیل شوی تر هغه مهاله به حکومت د چمن شل زره ځوانانو ته شل شل زره روپۍ هره میاشت ورکوي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه