دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیو بله نیټه یو بل یاد

یو بله نیټه یو بل یاد

لیکنه :ډاکتر یارمحمد تره کی

هغه نیټه چی د افغانستان په تاریخ کی یی یوه ډیره زیږه پاڼه راواړوله. په دی ورځ په رسمی توګه د شوروی اتحاد پوځونه پر افغانستان تیری وکړ او د خلق ډموکراتیک ګوند مشرتابه یی بدله کړه. په دی ورځ ډير مترقی شخصیتونه د جیلونوڅخه خوشی شول. د ځینومعلوماتو پر بنسټ د پلچرخی په جیل کی څه د پاسه ۷۰ سلنه د خلق ګوند غړی او کدرونه بندیان وو. د ببرک کارمل د راتګ په لمړی ورځ د پلچرخی جیل د بندیانو څخه تش شو. خو په دا بله ورځ ډير نور مترقی خلک هماغه جیلونو ته ور شیوه شول. دا ځل هم د پلچرخی څه د پاسه ۵۰ سلنه د خلق د ګوند د متخاصمی ډلی غړی او مشران وو.

په هغه ورځ یوه خلقی افسر زمونږ کوټي ته راغی او د نورمحمد تره کی د میرمنی په شمول یی د کورنی ۲۷ کسان د جیل د کوټو څخه وایستل او یوه بس ته یی بوتلل چی بیا یی د پلچرخی څخه وایستلو. په هماغه ورځ د ولسمشر حفیظ الله امین د کورنی او د هغه د کابینی ډیر غړی زمونږ پر ځای په هماغه کوټو کی ځای پر ځای شول چی څو میاشتی وړاندی مونږ ور ټیل وهل شوی وو.

هو دا د انقلاب د کږلیچونوشپی او ورځی وی. هیڅ څه په یوه حال نه وو. د پلچرخی په دروازو کی داسی ګڼه ګوڼه وه ته به وایی د شهرنو بازار دی. سګرټ خرڅونکو، ډوډي خرڅونکو ټکسیانو او برګر خرڅونکو ته ښه روزی پکی پیدا کیدله. د ځینو زړونه خوشحاله خو د ځینو غمجن وو. پاچاهی را ګرزیدلی وه. دا ځل یی بل رنګ درلود. د لمړی ځل لپاره ما روسی عسکر ولید چی په پلچرخی یی د تی ۶۰ ټانک څخه ګولی ورولی.

نن چی د جدی شپږمه تیره شویده او ډیرو پکی یو بل ته ښکنځلی او دعاګانی واورولی، اوس لازمه ده تر څو په سړه سینه پردی تاریخی حادثی لږ خبری وشی.
ډير د نظر خاوندان وایی چی د خلکیانو او پرچمیانو په مینځ کی شورویانو تربګلوی وکرله تر څو ددی اختلافاتو څخه په ګټی اخیستنی وکولای شی پر افغانستان حمله وکړی. دا د ډيرو فرضیوڅخه یوه فرضیه ده. ځینی بیا وایی چی دا دوی ډلی په خپل وار د شوروی د سیاستونو پلی کوونکی وی او د شوروی سره ددوستی په ثبوت کی یی یود بل سره تربګلوی کوله. ځینی بیا د شوروی پوځونو په مرسته قدرت ته د یوی ډلی راتګ ددوی د جاسوسی او خیانت نخښه بولی.

پکار ده تر څو د شوروی پوځونو د یرغل څخه دمخه د خلق په ګوند کی د ناغیړیو جاج هم واخیستل شی ځکه د شوروی اتحاد یرغل که له یوی خواه ددی زبرځواک د ستراتیژیکو موخو یوه برخه وه خو د بلی خواه د خلق ډموکراتیک ګوند دننه حالات او د شخصیتونو کړنی هم ددی تیری لپاره مرستندویه واقع شول.

کله چی د پرچم ډله د نظام څخه وایستله شوه نو ددی کار اصلی موخه نه شوه څرګنده. کیدای شی دوی کودتاه کوله، کیدای شی دوی ناراضه وو خو ددی ناغیړیو لپاره د حل لاری چاری هرو مروموجودی وی. د یوه مرور پخلا کول د هغه چا لپاره چی د نظام واګی په لاس کی ولری داسی کوم سخت کار نه وو. د نظام د مشرانو له خوا په ستراتیژیکو ملګرو د دوستی اوشفقت لا س تیرول ډير ارزښتناکه او ارزانه کار وو چی تر سره نه شو. زه نه پوهیږم چی د پرچم د شړلو څخه د خلق دیموکراتیک ګوند څه ګټه وکړه؟ شړل عمومآ د منابعو او امکاناتو تر خیټي لاندی کول په معنی وی. ترټل او د صحنی څخه د سیالانو ایستل په پانګوالی او فیوډالی نظامونو کی د ځمکو، بنګلو، ښځو، او ګاڼو د لاندی کولو په موخه کیږی. خو عجیبه داده چی خلکیانو دغو امتیارزاتو ته اصلآ فکر هم نه کاوو. دوی ګاڼو، ځمکو، بنګلو او ښځو ته د مال په سترګه نه کتل. نو دا څه دلیل وو چی یوه لویه سیاسی ډله یی د سیاسی بهیر څخه وترټله. د پرچم د سیاسی ډلی ترټل د شوروی د یرغل لپاره ډير ممد او ګټور تمام شول. په نتیجه کی د ګوند کورنی تاوتریخوالی د زبرځواک ستراتیژیکه تنده یو ځل بیا را وپاروله او د یرغل په تکل کی شو.

خو بیا چی راشو د پرچم نظام ته همدا پوښتنه بیا مینځ ته راځی. دا لکه چی یو فلم بیا د سره ووینی. دوی د خپل مدیریت تروروستیو ورځو هڅه وکړه چی د خلکی په نامه پوه او صادق انسانان د نظام څخه لیری کړی. ځینی د امین د بانډ په نامه په لمړی ورځ جیل ته شول، ځینی د مجاهدینو سره د جګړی په مورچو کی ووژل شول او ځینی هم په مختلفو پلمو د وظیفو څخه وشړل شول. خبره تر دی را ورسیدله چی ډير خلکیان د خپلو ځانونو د موقتی ژغورنی لپاره د کورنیو چارو وزارت ته پناه یوړه تر څو، هلته د یوه خلکی وزیر تر وزر لاندی څو ورځی تیری کړی. دوی خبر نه وو چی پرچم دغه وړوکی سوری ددوی د ننه ایستلو لپاره جوړ کړی وو تر څو د لته را ټول شی او بیا د جګړو په جبهو کی یو په بل پسی ووژل شی. دا په داسی حال کی وه چی د پرچم برخه غوړ غوړ کارونه، دیپلوماتیکی وظیفی، ښکلی سفرونه او ښکلی دفترونه تشکیلول. د پرچم ډلی د خلکیانو په انقلاب باندی ګونډه واچوله او اصلی خوند یی تری واخیست. په پای کی د ۹۰ زرو په شاوخواه کی چی اکثریت یی خلکیان وو د خپل فکرونو، باورونو او د ګوندی ناغیړیو له کبله خپل ګران ژوند له لاسه ورکړ.

دی ته هم حیران یم چی د پرچم ډلی یا ګوند هم د منابعو، ځمکو،بنګلو او ګاڼو، د غلا موخه نه درلودله. څرنګه چی وروسته ثابته شوه څه د پاسه ۹۰ سلنه پرچمیان کټ مټ لکه خلکیان د غربت او خواری ژوند را تیر کړ. ډیرو پرچمیانو د خلکیانو تر څنګه د پخوانی شوروی اتحاد په بازارونو کی لاس په لاس توکی خرڅول. نو که دوی د خلکیانو ترټل مالی منابعوته د لاسرسی لپاره کول دوی به په بازارونو کی توکی نه خرڅول. دوی به د مجاهدینو په څیر په هر هیواد کی مالی او عمرانی مرکزونه درلودل. نو دا دومره وهل ، ترټل، لیری کول او ناوړه ثابتول د څه لپاره وو؟
که د خلق ډموکراټيک غورځنګ د سیاسی کړنو، بریاوو او را پرځیدنو څخه ددی لوی غورځنګ انسانی او شخصیتی ایپیستمولوژی ( Epistemology ) ته راشو نو وینو چی د خلق – پرچم او دافغانستان د نورو تیر شویو او اوسنیو مشروانو تر مینځ په سلوکو اواجراآتو کی ډير توپیر نه وو.
دیوه انسان او د ډیرو انسانانو د کړنو سیستماتیکه څیړنه د انسان پیژندنی (Anthropology ) د علم له خوا کیږی چی بیا ددی علم سره نور علوم لکه ارواح پیژندنه (Psychology ) ، ټولنپوهنه ( Sociology )، او نور پوره تړاو لری.
یو څه چی ډير روښانه دی هغه په انقلابی شرایطو کی د انسانانو کړنی او دهغو د علمی، ټولنیز او اخلاقی حالت سره ددغو کړنو لیدلوری او عکس العمل دی چی په ډيرو مهمو حوادثو کی یو شان دی. د مثال په ډول د سیاسی شخصیتونو کړنی په ټولو انقلابونو او ژورو حوادثو کی یو د بل سره ورته دی. د شخصیتونو، مشرانو، منځنیو سیاسی شخصیتونو کړنی د فرانسی د انقلاب په درشل کی، د روسیی د اکتوبر انقلاب په کلونوکی، د ایران د انقلاب په وخت، د مصر د ټولنیز انقلاب او کیوبا د انقلاب څخه وروسته میاشتو اوکلونو کی یو د بل سره سر خوری. یعنی داچی د افغانستان د خلق ډموکراټیک انقلاب د مشرانو کړنی داسی کومی غیر عادی او فوق العاده کړنی ندی.
پاتی شوه د مختلفو ورځو غندنه او نمانځنه.
هر ملت په خپلو تاریخونو کی آرامه او سوله ایز کلونه او لسیزی لری. په دی لسیزو کی هیواد او ټولنی ژور ټولنیز بدلون او اقتصادی خوځښت ته نه رسیږی خو د راتلونکی انقلابی شرایطو لپاره ځانونه تیاروی. په بل عبارت بشری ټولنی کلونه اولسیزی د نوی بدلون لپاره برالبی (Pregnancy) کیږی. یعنی چی نوی بدلونونه په خپل نس کی لویوی او ساتی یی. دا کټ مټ لکه ماشو م چی د مور په نس کی د نورو ډیرو محتویاتو سره د معین وخت لپاره روزی.خو کله چی بدلون وزیږی هغه د ټولو محتویاتو سره زیږی. د ښو سره او د بدو سره. دغه بدلون په لږ موده کی د غیر عادی کړنو په کولو د لسیزو واټن وهی او ټولنه یوه نوی پړاو ته ر سوی. په دی منډه کی نوی زیږیدلی ماښوم هری خوا ته لغتی وهی.
د ثور انقلاب د خپلو ښیګڼو او بدګڼو سره وزیږید. ددی انقلاب متولیانو (دواړه خلکیانو او پرچمیانو) نه د زر مینه درلوله نه د بنلګو. خو د خپل ناوړه جوړی سره د قدرت په غدی کیناستل. د خپلو ښوهوډونو سره خو د خپلو عنعنوی روزنی ، ځان غوښتنی او ټولنیزو اړیکو سره.
د عقلی، منطقی او کره لیدلوری او د تاریخ د شهادت سره سم لاندی پدیدی د افغانستان په سیاسی نظامونو کی عمومیت درلود او لری یی:
لمړی: واک ته د غنیمت په سترګو کتل
دوهم: دواک په مرسته خپل ځان بډایول
دریم: د اصولو او قوانینو څخه د مادونانو نه اطاعت
څلورم: دمشرتابه محوریت او د مشرتابه اولیت
پنځم: بهرنیوهمکارانو (هیوادونو، موسسو) ته عزت وکورل او د کورنیو همکارانو (کورنی ګوندونو، شخصیتونو، ټولنو) ترټل او بی عزته کول.
شپږم: د خلکو ژوند او کورنی حریم ته د احترام نه کول.
اوم: پر پاپولیزم او شعارونو ډير تکیه کول او پر عمل لږ تم کیدل.
په تیرو سلو کلونو کی ډیر پورتنی عادتونه د رژیمونو د حالاتو سره سر خوری. خو د خلق ډموکراتیک ګوند په څو اجراآتو کی تر نورو ښه حکو مت کړی دی. دوی واک ته د غنیمت په سترګو ندی کتلی، دوی د واک په مرسته ځانونه ندی بډای کړی. دوی د نظام دروازی غیر معمولو هیوادوالو ته خلاصی کړی دی. خو په نورو څانګو کی دوی د مخکینیو او وروستنیو په پلونو تللی دی. د کشرانو له خواه د قوانینو او اصولو ماتول، د قانون څخه ها خواه عملونه اجرا کول، تر کورنی همکارانو د بهرنی همکارانو ډير عزت کول او د خلکو د مدنی او کورنی حریم احترام نه کول د ټولو پخوانی او اوسنی رژیمونو خاصیت پاتی شوی دی.
کیدای شی د شوروی اتحاد یرغل د عنعنوی فکر له مخی د دی زبر ځواک د تاریخی لویښت غوښتنی یوه برخه وبولو. خو لازمه ده تر څو د محلی ځواکونو، ګوندونو او فرکسیونونو ونډه ددی زبرځواک د را جلبولو لپاره هیره نکړو. له بلی خواه ډیر پییلی څیړونکی چی د امریکا او د هغوی د متحدینو په رکاب کی وو د شوروی پوځ د یرغل یوزاینی دلیل ددی هیواد لویښت غوښټنه او د خلق او پرچم تربګلوی ښیی. په داسی حال کی چی د تنظیمی ډلو فعالیت او د امریکی او پاکستان په لاس ددوی خرابکاره فعالیتونه هم ددی یرغل لپاره ډیر مرستندوی تمام شول. د ۱۳۵۷ کال د کابل د چنداولو او بلاحصار اړه دوړه او د ۱۳۵۸ کال د هرات بغاوت، د خلقی نظام بنسټ ور ولړزاوو. په نظام کی دننه یی د بدګمانی، بی کفایتی او ضعیفه مشرتابه روحیه نوره هم قوی کړه. آن تر دی پوری چی په دولت او ګوند دننه کی د قدرت نوی مرکزونه او پتی جوړی شوی. دغه مرکزونه او پتو بیا وروسته د یرغل په کامیابیدو کی رغنده ونډه واخیستله.

د جدی (مرغومی) شپږمه یا د شوروی یرغل یو بل عامل په چپی غورځنګ کی د رهبریت، مشرتوب او یوازینی توب تاریخی رنځ دی چی د ګوند په مشرتابه کی یی ریښی ځغلولی وی. د ځینو مشرانو لپاره ددوی شخصیت، لوی والی، یوازینی والی او بی مثال والی د انقلاب او نظام تر اولیتونو ډير ارزښت درلود. که څه هم چی شخصیت محوری په شلمه او یوویشتمه پیړیو کی په ټولنو کی ریښی زغلولی دی، خو د افغانستان په معاصر تاریخ کی یی تر نورو ډیره زهرناکه اغیزه درلودلی ده.
د خلق ډموکراتیک ګوند هغه غړی اوکدرونه چی د تیری ضد وو په سختو شرایطو کی ژوند کاوو. ځینی خلکیان چی د شوروی د تیری مخالفین وو د جدی په پای کی کډی و تړلی او پاکستان ته ولاړل. خو هلته د افراطی اسلامی ګوند د مشر او قوماندانانو له خوا ووژل شول اوددوی ماشومان او ښځي په کیمپونو کی ورک شول. په همدی د ناراضی ګوندیانو د هجرت لړی پای ته ورسیدله.
آیا ددی امکان وو چی د پرچم مشرتابه د خلکیانو اشتباهات اصلاح کړی او د ټولو ګوندیانو په وړاند ی د تربګلوی نه په غیر پالیسی غوره کړی او په نتیجه کی د شوروی نظامی شتون ته د پای ټکی کیږدی او هیواد او انقلاب بیرته خپل اصلی لاری ته راولی؟
ددی پوښتنی ځواب باید یوه اوږده څيړنه وی. خو ابتدایی روایتونه او نظریات داسی ښیی چی که پرچمیانو د قدرت د اخیستلو وروسته د خلکیانو اشتباهات نه وای تکرار کړی او ډیر ژر یی د یوه ډموکراتیکی او ګوندی پخلاینی لاره نیولی وای نو اوس به د افغانستان سیاسی او ټولنیز وضعیت بدل وو. د پرچم د مشرتابه اشتباهات نه یوازی په ګوند کی د یووالی او ملګرتوب باعث و نه ګرځيد بلکه د شوروی شتون یی نور هم اوږد کړ.

کله چی د پرچم ډله و نه توانیدله تر څو سیاسی، نظامی او اقتصادی حالت کابو کړی نو په هغه کی ژور سیاسی بدلون راغی. د ډاکتر نجیب الله راتګ سیاسی صحنی ته نه یوازی د یوه مشرتګ او د بل راتګ وو بلکه د یوی سیاسی اجندا هیرول او د بلی را مخ ته کول وو. د ډاکتر نجیب الله حکومت په لمړی کال کی د افغانستان اقتصاد یو نزولی پرړاو ته ور ننوت. د ۱۳۶۸ نه بیا تر ۱۳۷۱ د هیواد ملی عواید نور هم را ټیټ شول تر څو چی د دولت د سقوط شرایط یی را برابر کړل.

پوښتنه را پیدا کیږی چی کله د پرچم مشرتابه په دی پوه شوه چی د نظام د ساتلو نه دی او ناچاره یی باید تسلیم کړی آیا دوی په دی فکر وکړ چی هغه دولت چی د خلکیانو له خوا نیول شوی وو او بیا دوی ته ورکړل شوی وو بیرته د خلق ډلی ته ور ورسپاری او خپل تاریخی کردار ادا کړی؟ ددی پوښتنی ځواب ډير په زړه پوری او د بحث وړ دی چی باید ډيری خبری ورباندی وشی.

د اوس لپاره باید وویل شی چی د شوروی نظامی تیری په افغانستان کی دننه د مترقی قوتونو د پاشل کیدلو او د ارتجاعی، تنظیمی او مفسدو کړیو د پرمختګ او سیاسی بریا سبب وګرځید. په دی اخ و ډب کی د افغانستان خلکو او اقتصاد ته نه جبرانیدونکی تاوان ورسید. څرنګه چی حوادثو وښودله غیر مترقی جهادی او غیر جهادی ډلو د پرچم په پرتله د روسانو، او امریکاییانو سره نور هم ښکیل شول او ددوی په مرسته لمړی روسان او بیا لویدیځ وال زمونږ په هیواد کی ستری سیاسی، جاسوسی او نظامی هډی جوړ ی کړی. دا هغه واقعیت مونږ ته را په ګوته کوی چی په افغانستان کی څه نا څه اکثریت سیاسی ډلی د بهرنیو ځواکونو د راوستلو مسولیتونه لری.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه