ويب ډیسک
د مالیزیا پلازمېنې کولالمپور شمال ته په یوه لویه لار د الوتکې غورځېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.
د هغه هېواد د هوايي چارو اداره وایي یاده الوتکه کې ۶ تنه سورلۍ او ۲ تنه د خدمه ؤ، چې پېښه کې وژل شوي دي.
سيمهييزو رسنیو خبر ورکړی، چې الوتکه پر سرک له لوېدو وروسته له یوه موټر او موټر سایکل سر ټکر شوې چې له امله یې د دواړو واسطو چلوونکي هم وژل شوي دي.
چارواکي وایي چې د وژل شویو د تشخیص او د پېښې علت موندلو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.


