ويب ډیسک
د جمهوري نظام پخوانی چارواکی او د پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب د افغانستان په تړاو د بايډن وروستيو څرګندونو په غبرګون کې وايي، “د مذهب او دين په نوم د روسيې، چين او امريکا نيابتي جګړه به لا افراطي او متشدد رنګ واخلي او د دغه اور خشاک به موږ افغانان یؤ”.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ويلي، “دا به مو په یاد وي چې د افغانستان په اړه مې څه ویلي ؤ؟ ما ویلي ؤ، چې القاعده هلته (افغانستان) کې نه وي، ما ویلي ؤ، چې ت.البان به موږ سره همکاري وکړي. اوس څه روان دي؟ څه تېرېږي؟ رسنۍ وڅارئ. زه په حقه وم”.
ښاغلي محبوب د بايډن د څرګندونو ته د خپل غبرګون په دوام زياته کړې، “بېشکه، د هغې معاملې پر بنسټ چې پاکستان يې تضمين کړی ؤ، ت.البان د امريکا درېيم لاس قرارداديان دي، خو له بده مرغه دا دوره ډېره لنډه او د افغانستان په لا ډېر زيان تمامېدونکې ده”.
د راپورونو پر بنسټ له وړاندې هم ځينو لوړپوړو امريکايي چارواکو او افغانانو د بايډن اداره ت.البانو سره په پټې معاملې تورنه کړه وه او د دوحې هوکړه يې “شرموونکې” بللې وه.
#USA #Russia #China #Afghanistan


