سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپښتنې خاورې نړۍ ته څه ورکړي....؟( دومه برخه )

پښتنې خاورې نړۍ ته څه ورکړي….؟( دومه برخه )

لیکنه او څیړنه: نور اپریدی

دويمه برخه

تيرې برخه کښې مو په رګ ويد باندې خبره وکړه چې د پښتونخوا په بخښنو کښې د ټولو نه غټه بخښنه د دنيا د ټولو نه زوړ کتاب رګويد دے ـ يعني هندو مذهب يا دهرم د پښتونخوا ورکړه ده هند ته ۔ اوس راځو او ګورو چې پښتونخوا نور څه ورکړي دي نړۍ ته ـ د ګ ويد نه پس دويمه ورکړه چې د پښتونخوا ده هغه اويستا او زردشت دے ـ د ځينې پوهانو په خيال باندې زردشت ړومبني سړے دے چې د وحدانيت اعلان ٸې په جار وکړو او وې وٸيل چې دا بد کارونه چې څوک کوي دا شيطان يعني اهريمن دے او د خو کارونه والا خداے يعني آهورا مزدا دے ـ

اول په زردشت باندې به ايرانيانو دعوا کوله چې دا زمونږ سړے دے او په ايران کښې پيدا شوے دے خو چې روستو پرې تحقيق اوشو نو دا ثابته شوه چې زردشت په بلخ کښې پيدا شوے دے او اويستا ٸې هم په بلخ يعني په پښتونخوا کښې ليکلې ده او بيا روستو ايران اړخ ته لاړ دے ـ
ډاکټر نولي چې د اټلي دے هغه په زردشت باندې خپل پي ايچ ډي تهيسسز په دولسو کالو کښې ليکلي دي او دا ٸې ثابته کړې ده چې زردشت په بلخ کښې پيدا شوے دے او خپل کتاب اويستا ٸې هم دلته ليکلې ده ـ

د زردشت او اويستا په حقله دوست شنواري صيب په خپل کتاب( افغانستان په اويستا کښې ) ډېر ښکلي معلومات وړاندي کړي دي او په دې خبره ٸې زور اچولے دے چې اويستا او زردشت د پښتونخوا يعني بلخ پيداوار دي ـ لکه چې واٸي ” دا پوښتنه بيخي وروستو طرحه شوه چې زردشت څوک وو؟ افسانوي شخصيت وو که واقعي تاريخي ؟ د زردشت د زيږيدنې او اويستا د پيداوښت لومړے ټاټوبے کوم ځاے دے ؟ دغې پوښتنو ته بيا وروستو محقيقينو او مورخينو بيل بيل ځوابونه ورکړي دي چې د هغو په جمله کښې يوه ډېره مهمه نظريه دا ده چې واٸي : د زردشت د خاپوړو لومړۍ سيمه د لرغوني باختر بلخ خاوره ده ، د مذهب څانګو او د مذهبي مقدس کتاب اويستا ژبه ٸې په لرغوني باختر پورې اړه لري ”

دوست شنواري صيب ټول هغه پوهان چې د اويستا او زردشت د پيداوښت په حقله ٸې نظريات وړاندي کړي دي هغه ٸې په دې کتاب کښې راخستي دي او هغه پوهان چې اوستا د ايران مال ثابتول غواړي د هغوي نظرٸې ٸې په دليل سره رد کړے دے او دا ٸې ثابته کړې ده چې اويستا د پښتونخوا يعني بلخ پيداوار ده او زردشت هم دلته پيدا شوے دے ـ
برق صيب او سلطان صابر صيب زردشت او ابراهيم ع يو شخص کڼي بلکښې برق صيب خو ورپسې زياتوي او واٸي چې زردشت هډو يو شخصيت وو نه او هغه ځکه چې د اويستا ځينې برخې د زړې زمانې سره تعلق لري او ځينې برخې د نوې زمانې سره تعلق لري يعني زردشتيان ډېر زيات راغلي دي چې يو زردشت ابراهيم ع دے او بيا اخري زردشت د ٥٠٠ يا ٢٠٠ سوه ق م سره تعلق لري ـ
سلطان صابر صيب په خپل کتاب( قديم پشتو اور پشتون ) کښې بار بار د زردشت دپاره د ابراهيم نوم راوړي ـ
لکه چې د نوي تحقيق نه دا ثابته ده چې زردشت په بلخ کښې پيدا ده او اويستا ٸې په بلخ کښې د ديرشو زرو غوايانو په څرمنو ليکلې ده چې بيا روستو سکندر په 326 ق م کښې سيزلې ده ـ دغه پوهان زردشت په دې وجه هم د بلخ پيداوښت ګڼي چې د اويستا ژبه ژند وه چې د باختري ژبو سره ٸې نزديکت لرل او په ايران کښې پهلوي يا زاړه پاړسو وٸيلي شوه نو په دا وجه هم اوستا او زردشت د پښتونخوا يعني بلخ پيدايښت ګڼلے شي ـ

که نړۍ ته يو اړخ ته دا پښتنه خاوره زردشت بخښي نو بل اړخ ته ورته اويستا هم بخښي او د دې سره سره د وحدانيت اعلان په اول وار هم د دې پښتنې خاورې نه کيږي او د دې خبرې ملاتړ مولانا ابوالکلام ازاد هم په خپل کتاب اصحاب کهف کښې کوي او واٸي چې د وحدانيت اعلان په اول وار زردشت کړے دے ـ

نو دې پښتنې خاوره ته دا فخر حاصل دے چې نړۍ ته ٸې يو اړخ ته زردشت اوېستا ورکړي دي نو بل خوا ٸې د وحدانيت تصور هم ورکړے دے او دا د دې پښتنې خاورې نړۍ ته د لويو بخښنو نه يوه بخښنه ده ـ

انشاءالله نور بيا ـ ـ ـ

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه