لیکنه: ډاکتر یارمحمد تره کی
د ۱۴۰۵ کال د ثور ۷ مه نیټه
تر اوسه د نظریاتو مختلف قطبونه – جذبات، تبلیغاتی کمپاینونه، کره ارقام
دادی سږ کال د ثور د ډیموکراتیک انقلاب کلیزه بیا نمانځل کیږی. ټولو هغوکسانو ته چی ددی انقلاب په بریالیتوب کی یی ونډه لرله او یا یی خپل ژوند اوسرنوشت ورسره تړلی وو مبارکی وایو.
ټولو هغوکسانو اود هغوی کورنیو ته چی ددی انقلاب په دفاع کی شهیدان شول، اویا د کورنی جګړی په وخت یی ژوند له لاسه ورکړدتسلیت او احترام څرګندونه کوو او ددوی ارواح ته د خدای (ج) ددربار نه د فردوس جنت استدعا کوو. ټولو هغو کسانو ته چی ددی انقلاب د وجهی نه یی ضرر لیدلی دی صبرغواړو.
هو انقلاب یعنی ستر اوښټ. انقلاب یعنی د عادی حالت (Status Quo) څخه میلان کول. انقلاب هغه وخت مینځ ته راځی چی ټولنیز او اقتصای انډول په ټکر کی شی او د ټولنیزو اړیکو انډول ورسره له مداره ووځي.
د ثور انقلابی پاڅون یو ددغو اوښتونو څخه وو چی په دی کلیزه کی خبری ورباندی کوو.
انقلاب یو ناچاره او مجبوری کیفی تاریخی بدلون دی. په عادی حالاتو کی باید هیڅ انقلاب و نشی. دولتونه باید د ټولنی په بسیا کولو کی خپل عملونه اصلاح کړی او د غوښتنو سره سم د نظام د چوپړ وسایل د خلکو په ګټه سمبال کړی. خو څرنګه چی دا کار نه کیږی نو خلک هم اکثرآ ناراضی وی.دغه نارضایتی کله کله دومره ستری او ژوری شی چی نور نو خلک د زغم توان نه لری. دغه دی چی د ټولنیز انقلاب لپاره شرایط برابریږی. نو که نظام هم ونشی کړای د خلکو د نارضایتی اوزغم مدیریت وکړی او د هغه په وړاندی بی تفاوتی اختیاره کړی، په دی حالت کی د ټولنیز انقلاب عینی او ذهنی شرایط برابریږی او کیفی بدلون مینځ ته راځی. خو ټولنیز سوله ایز او وسله ال اوښتونه همیشه د یوه انقلاب باعث نه ګرځی. یوازی هغه ټولنیز بدلونونه چی د ټولنیزو اړیکو، د قدرت د ممثلینو ونډه، او د تولیدی اړیکو د بدلون باعث شی انقلاب ته وده کوی. په ځينی هیوادونو کی د وسله وال اوښت د انقلاب باعث ګرځي په داسی حال کی چی په نورو هیوادونو کی د خلکو لاریونونه او یا د یوه لوی شخصیت کارنامی د انقلاب باعث ګرځي. په نړیواله کچه انقلابونه په اقتصادی او صنعتی چاپیریال کی هم د ټولینزو او تولیدی اړیکو د بدلون سبب ګرځی. خو یو پیل شوی انقلاب کیدای شی د ژور ټولنیز بدلون وګرځی او یا هم و نه ګرځی. که د اکتوبر ستر انقلاب د تولیدی او ټولنیزو اړیکود بدلون باعث نه وای ګرځیدلی نو د یوی محدودی کودتا په چوکاټ کی به پاتی شوی وای.
په افغانستان کی هم د تیرو دوو پیړیو په درشل کی څو اوښټونه شوی دی چی قدرت د یوی کورنی څخه بلی کورنی ته لیږدول شوی دی. په ځینو حالا تو کی سیاسی قدرت د یوه قوم نه بل قوم ته لیږدول شوی دی. خو هیڅ یوه هم د ټولنیزو او تولیدی اړیکو د بدلون سبب ندی شوی. انقلابونه کله په پوره توګه د تولیدی او ټولنیزو اړیکو باعث ګرځي او ځینی هم د ژورو بدلونونو لپاره عینی او ذهنی شرایط را برابروی.
تر ۱۳۵۷ کاله په افغانی ټولنه کی سیاسی او اقتصادی کړکیچ لوړی کچی ته ختلی وو. د هیواد اقتصادی وده په ۱۳۵۶ کال کی منفی (- ۵٪ ) (Countyecnomy.com; WB,1978)وه. یعنی د هیواد اقتصاد د ۲.۹٪ نفوسو د لوړوالی سره سره منفی بدلون موندلی وو. د هیواد تولیدی قواوو لپاره د کار شرایط نه وو برابر شوی. د یو میلیونه څخه زیات د کار د شرایطو واجد خلک ایران او د خلیج هیوادونو ته د کار لپاره تللی وو. پر دی برسیره دولت د اتم صنف د کانکور په لګولو د ښوونځیو څخه په کال کی څه د پاسه د ۲۵۰ زرو متعلمینو د ایستلو شرایط برابر کړی وو چی ددوی لپاره د کاربندوبست نه وو شوی. د هیواد څخه څه د پاسه ۱۰٪ بشری قوه مهاجره شوی وه. د هیواد سیاسی مشرتابه یو په بل پسی سیاسی تیرورتنی وکړی او د افغانستان ګاونډیانو سره یی اړیکی خړی پړی کړی. ددولت اړیکی د خلکو سره هم ډیری ښی نه وی. د ګوندونو د فعالیت درول، د مدنی ټولنو او وړو ټولنیزو فعالیتونو منع کول، د سیاسی شخصیتونو جیل ته اچول او په عمومی انداز دولت د خلکو څخه پوره بیلول ددغو کلونو د سیاسی ژوند بیلګی وی.
د ثور انقلاب ډیر ژر د بدلونونو لړی پیل کړه. خو اوس ډیر خلک داسی فکر کوی چی دغه انقلاب و نشوای کړای هغه ښی موخی چی لرلی یی تطبیق کړی او په نتیجه کی ناکامه شو. د هغو کسانو له منځه چی داسی فکر کوی نه یوازی د انقلاب مخالفین، تنظیمی قوماندانان او ځینی ښاری روښان فکران دی، بلکه د خلق ګوند ځینی غړی هم داسی فکر لری چی د ثور انقلاب خپلو اصلی موخو په کامیابی کی پاتی راغی. د خلق ګوند ځینی پرچمی غړی بیا دی لوی پاڅون ته یوتصادفی او غیر پلان شوی او حتی پاپولیستی ( Populistic ) او ماجراغوښتونکی عمل بولی. د ثور انقلاب مخالفین ددی بدلون پر ټولو منفی تاثیراتو خبری کوی ،دا بدلون د شوروی اتحاد دستور بولی او آن داچی د ثور د انقلاب نه راوروسته حوادثو پړه هم پرخلق دموکراتیک ګوند اچوی. که څه هم چی د ثور انقلاب د مثبتو پایلو تر څنګ لکه هر لوی اوښت منفی عواقب هم درلودل او باید د ټولو ښو او بدو اغیزو په باب د جذباتو نه لیری علمی څیړنی وشی خو دلته ددی بدلون پر ځینو مثبتو پایلو تم کیږو.
په دی کی هیڅ شک نشته چی دغه بدلون د افغانستان د چټک پرمختګ او د خلکو د سوکالی لپاره شوی وو. تر اوسه د ګوند یو داسی غړی نه دی پیدا شوی چی ویلی یی وی او یا یی په عمل کی ښودلی وی چی دغه کار یی د خپلو شخصی موخو لپاره کړی دی. په دی کی اوس حتی د انقلاب مخالفین هم کره دلیل نه لری چی د خلق دموکراتیک ګوند د مشرانو هوډ تر سوال لاندی راولی. د منطق او دلیل د رواجیدو له وخته دوی هم تر یوی اندازی د منطق او مسولیت په چوکاټ کی ددی مسلی سره اوږه وهی چی د خلقیانو اصلی هدف د هیواد پرمختګ وو.
اوس به راشو دی مسلی ته چی دغه انقلاب کوم کیفی بدلون راوست؟
د خلق دموکراتیک ګوند اصلی موخی په هیواد کی د فیودالی نظام ړنګول، په دولتی جوړښت کی کیفی بدلون راوستل، د اقتصاد مهمی واګی ددولت په لاس کی ورکول او د افغان ټولنی بنسټیز بدلون ((Transformation وو. دغه ترانسفورمیشن د دی مترقی ګوند په کړنلاره او ددی گوند د موسس او مشر نورمحمد تره کی اونورو مخورو کادرونو په لیکنو او کتابونو کی کی په ډيره واضحه توګه لیکل شوی وو.
د ثور انقلاب ځینی مهمی لاسته راوړنی کولای شو په دغوبرخو وویشو.
لمړی : د هیواد د سیاسی نظام دروازی د زیار کښوخلکو اولادونو ته خلاصول او د افغانستان د نظام څخه د یوی کورنی لاسونه د همیش لپاره لنډول.
دوهم: په افغانستان کی د فیوډالی نظام د انستیتوت د ختمولو او په کلی کی د ملک او خان تاثیر له مینځه وړلو بنسټیز شرایط برابرول. حتی د تنظیمی مجاهدینو په وخت کی دوی نور خان او ملک ته په کلی کی ځای ورنکړ.
دریم: پاکه حکومت والی او د فساد نه د لیری دولت داری مثالونه ښودل
څلورم – د ښځو د حقوقو د تامین لپاره انقلابی قدمونه. د ښځو او نارینه وو د حقوقو د تساوی اعلان. د کار په ځای کی او په ټولنی کی د ښځو د حقونواو امنیت ساتنه وشوه.
پنځم – د لمړی ځل لپاره د ډله ایزی پریکړی رواجول چی نه د یوه قومی اقلیت یا اکثریت له خوا شوی وی بلکه پریکړی د هیواد د زیارکښو او ټیټو طبقو د استازو له خوا چی په مختلفو قومی ډلو پوری یی اړه درلودله تر سره کیدلی.
شپږم – په هیواد کی د اقتصادی چټکی ودی لاری پرانیستل. یوازی په ۱۳۵۷ کال کی د هیواد خالص عواید (GDP) ۷.۵٪ زیاد شول. دی ودی په تیرو ۵۰ کلونو کی ساری نه درلود.
اووم- په دولت کی د قومی اقلیتونومخورو او با استعداده استازو ته ځای ورکول. د هیواد په تاریخ کی لمړی څل د هزارو اږو ازبکو د قومونو استازی پر لوړو دولتی څوکیو باندی و ټاکل شول.
اتم- د لمړی ځل لپاره د ځمکو د اصلاحاتو د مفکوری او پدیدی رواجول چی تر اوسه روانه ده. د ۲۵۰ زرو هکتاره ځمکو ویش بی ځمکو او کم ځمکو بزګرانو ته. د پرتلی په پار د امریکا د ځمکو د اصلاحاتو پروژی چی ۹۰۰ میلیونه ډالر فنډ یی درلود یوازی ۵ زره هکتاره ځمکه تجاراو کاروباری خلکو ته په ۲۰۱۰-۲۰۱۸ کی وروریشله.
نهم- په هیواد کی د فرهنګی انقلاب د راوستلو لپاره هلی ځلی. په دوو کلونو کی د هیواد د ۵٪ خلکو باسواده کول، په پنځو محلی ژبو لکه ازبکی، بلوڅی، ترکمنی، شغنی او پشه ی ژبو د لیک لوست دود پیلول. د تیر رژیم د اتم ټولګی کانکور لغو کول او ټول زده کوونکی بیرته صنفونو ته را غوښتل.
ما و نه غوښتل نن ددی انقلاب پر منفی تاثیراتو خبری وکړم ځکه دا کار امریکایی او لویدیځوالو پوهانو او انجو ګانو لا پخوا کړی دی.
زما ددی لیکنی اصلی مخاطبین نن د خلک ګوند پخوانی غړی، دپرچم د ډلی ځینی پخوانی کارکوونکی او د هغوی د مشرانو زامن او خورییونه، هغه خلکی افسران چی د پر له پسی تبلیغاتو په نتیجه کی ځانونه ملامت ګڼي دی. د خلک ګوند افسرانو د لمړی ځل لپاره د افغانستان بدمرغی، طبقاتی بی عدالتی، ټولنیزی ناخوالی او دولتی فساد تر نورو لا پخواه ولید. تاسو یو ځل د ظاهر شاه پر خلاف د سردار داود ملا ور وتړله او حکومت مو ورته ونیو. ددی هیله مو درلودله تر څو سردار ستاسو هیلی او امیدونه په حقیقت بدل کړی. کله چی دا هیلی په اوبو کی لاهو شوی بیا تاسو د خلک ګوند سره مرسته وکړه او د لوی ټولنیز بدلون نغاره مو وغږوله. په یاد مو اوسه چی پدی لړی کی تاسو قدرت ځان ته وا نه خیست. تاسو خپل کورونه او کلی بسیا نکړل. تاسو دا کار د هیواد او خلکو لپاره وکړل. نن چی کله تاسو په رسنیو کی د پښیمانی اوښکی تویوی په یاد ولری چی تاسو په نظام کی لمړنی کسان وی چی ناخوالی او ظلم مو ولید او احساس مو کړ. تاسو د احترام وړیاست. تاسو باید په خپل عمل شرم ونکړی.
د پرچم او خلق ډلو ته وایم چی ستاسو ګوند لمړی سیاسی خوځښت وو چی د ټولنیز بدلون غږ یی پورته کړ. د ټولو ناغیړیو، کږ لیچونو او اشتباهاتو سره سره مو لوی سیاسی او ټولنیز بدلون راوست. نن سبا تاسو د ثور د انقلاب او د خلک د ګوند څخه دباندی نه نوم لری او نه هویت. ددی پر ځای چی د اغیارو او سیالانو بابولالی واوری قلم را واخلی او د ځان، د خپلو پلرونو، اکاګانو او میندو ښیګڼی او اشتباهات ولیکی. انقلاب هیڅ کله هم یوازی مثبت تاثیرات ندی لرلی. تاریخ ته سر ور ښکاره کړی. د انقلاب سره ټاپه زمونږ او تاسو پر تندی هک شوی ده. ددی ټاپی څخه نه د خلکی تیښته شته نه د پرچمی. د ثور انقلاب د لایق غږ دی، د بارق غږ دی، د پیوند غږ دی او د تره کی غږ دی. انقلاب د ازبک او پنجشیری غږ دی. انقلاب د هزاره وو د حقونو غږ دی چی په ۱۳۵۷ کال کی نوی پړاو ته واوښت. دا انقلاب وو چی یوه پنجشیری په خوست کی تر پکتیاول ډيری رایی واخیستی. دا مثال تر دی دمخه نه وو تکرار شوی. تاسو حد اقل د بدلون لپاره ګام واخیست. دا ګام بریالی شو او ټولنه د سل کلن سکون څخه په حرکت راغله. دا انقلاب وو ځکه ټولنه نور پر شا نشوه. دا انقلاب وو ځکه چی د خلکو تصورات د حکومت کولو او د تولیدی اړیکو په باب بدل شول. دا ځکه انقلاب وو چی تر اوسه یی خبری نه سړیږی. تر اوسه یی مرکه روانه ده او تر اوسه د جذباتو او احساساتو سره مل دی.
تاسو ددی پر ځای چی لکه زرکه مخ په واوره کی پټ کړی د هوښیار سیاسی شخصیت په توګه دلیل ووایاست او خپلی تجربی ولیکی. ددی پر ځای چی یو پر بل تور ولګوی یو دبل ښیګڼي، زیار او کار په ګوته کړی. دی انقلاب او دی ګوند د افغانستان په تاریخ کی تر ټولو ستر شخصیتونه، هنرمندان، عالمان، سیاسی څیری او عادی کارکوونکی وروزل. همدغه کفایت کوی چی تاسو یی یوه عاقل او بالغ کس ته ووایاست. که څوک د عقل اوپوهی څخه کار اخلی باید ارقام سره وجنګوی. که څوک هوایی ډزی کوی نو دوی دی میږی وجنګوی.


