دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحامد کرزی: پسرلي کې د نجونو ښوونځيو په پرانيستلو سره دې ټولې...

حامد کرزی: پسرلي کې د نجونو ښوونځيو په پرانيستلو سره دې ټولې نجونې ښوونځي ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي

ويب ډیسک

 

ښاغلی کرزی له CNN خبري شبکې سره په مرکه کې وايي چې اسلام ښځو ته د کار حق او د زده کړې حق ورکړی دی، زیاتوي چې د ښځو پر حقونو سوداګري د منلو وړ نه ده.

 

کرزی صیب وایي د نجونو لپاره هیڅ بهانه نشته چې له زده کړو لرې پاتې شي. هغه زیاته کړه، «دا باید وشي په دې برخه کې هیڅ عذر نشته.»

 

د ښاغلي کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې راځي چې مخکې د اسلامي امارت چارواکو ویلي وو چې په راتلونکي پسرلي کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي.

 

د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس عزیز احمد ریان وویل: «که نړۍواله ټولنه او امریکا زموږ د ښوونکو معاشونه راکړي او که نه، موږ د یوه سیستم په توګه د ټولو ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانیزو. د وطن په پسرلي کې. راتلونکی کال او دا په اړه د امریکا او نړۍ والې ټولنې غوښتنې نه لري.»

 

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي و، که اسلامي امارت د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي، متحده ایالات او نړۍواله ټولنه لېواله ده چې د ښوونکو ټولو معاشونه ورکړي.

 

د پخواني حکومت له سقوط وروسته د هېواد په اکثرو برخو کې لیسې تړل شوي دي. د ښوونځیو پرانیستل او کار ته د ښځو راستنیدل هغه مسایل دي چې نړۍوالې ټولنې تل پرې ټینګار کړی دی.

 

برعکس کرزی صیب وايي، دی او عبدالله عبدالله په پخواني حکومت کې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس نه غواړي. هغه وايي چې دوی په تېرو حکومتونو کې وخت تېر کړی او نور حکومت ته اړتیا نه لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه