دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو له امريکا څخه وغوښتل چې د اګيست تر پايه پورې ټول...

طالبانو له امريکا څخه وغوښتل چې د اګيست تر پايه پورې ټول ځواکونه او پرسونل وباسي

ویب ډیسک
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د اګيست په ۲۴مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د کابل هوايي ډګر لا هم د امريکايي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی، امريکا بايد د روانې مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې ټول پوځونه او پرسونل له افغانستانه وباسي.

نوموړي زياته کړه چې دوی د افغانانو وتل نه غواړي، امريکا بايد له دغه هېواده د افغانانو وتل و نه هڅوي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن د اګيست په ۲۴مه نېټه وويل چې امريکا هم همدا موخه لري چې د روانې مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي. هغه له اړوندو ارګانونو څخه هم غوښتنه وکړه چې د دې لپاره بېړنۍ لايحه وټاکي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه