ويب ډیسک
د طالبانو حکومت د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ له دوى د جلاشوي قومندان مهدي مجاهد د پلويانو پر ضد تصفيوي عمليات تاٸيد کړل٠
د طالبانو دفاع وزارت نن شنبه جون ٢٥ (چنګاښ څلورمه) د يادو عملياتو اړوند يوې اعلاميې کې ويلي: “څو ورځې وړاندې، د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو د سرپل ولايت اړوند بلخاب ولسوالۍ کې د بغاوتګرو پر وړاندې ګډ چاڼيز عمليات تر سره کړل؛ دغو ځواکونو نن سهار د هغو سيمو په نيولو سره چې باغيان پکې موجود وو، عملیات پای ته ورسول.”
په اعلاميه کې ويل شوي چې دې عملیاتو کې د “اسلامي امارت” ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی او د دوى په خبره “باغیان” له مقاومت پرته د سیمې تښتیدلي.
د طالبانو دفاع وزارت زياته کړې چشر دغه عمليات لا هم د يادې ولسوالۍ د لرې پرتو سيمو د پاکولو په موخه له کوم خنډ پرته پرمخ روان دي.
له طالبانو جلا شوي هزاره توکمه قومندان مهدي مجاهد تر دا مهاله د هغه پر ضد د يادو عمالياتو په اړه څه نه دي ويلي٠
خو هغه ته نژدې سرچينو ځينو رسنيو ته پر بلخاب ولسوالۍ د طالبانو بريد تاٸيد کړى دى٠


