ویب ډیسک
د ایران د بهرنیو چاو وزیر د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان زلزله ځپلو په اړه د ټلیلفوني خبرو له لارې غم شریکي ښودلې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه په دې اړه اعلامیه کې ویلي ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر میر حسین عبداللهیان امیر متقي ته له زلزله سره د مرستو په اړه هم ډاډ ورکړی دی.
په دغه اعلامیه کې راغلي: ” ښاغلي عبداللهیان محترم متقي صاحب ته ډاډ ورکړ چې له زلزله ځپلو سره به لازمې مرستې ترسره کوي.”
د بیان له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د غم شریکۍ او افغان زلزله ځپلو سره د ایران د مرستو څخه مننه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر میر حسین عبداللهیان هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو چارو له وزیر سره د زلزلې په اړه د غم شریکۍ اړوند له دغه زلزله ځپلو سره د ایران د مرستو په اړه خبرې کړي دي.


