دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان د انصاف ګوند نن د اسلام اباد په لور لاریون پیل...

پاکستان د انصاف ګوند نن د اسلام اباد په لور لاریون پیل کړی

ويب ډیسک

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشران او پلویان د اسمبلیو ماتولو او د انتخاباتو نېټې اعلانولو ته د حکومت مجبورولو لپاره د اسلام اباد پر لوري احتجاجي لاریون کوي. هغه ګوند د مې پر ۲۵مه پیل شوي لاریون ته د “ازادۍ مارچ” نوم ورکړی دی.

 

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د مې پر ۲۴مه وویل چې تحریک انصاف ګوند ته د لاریون اجازه نه ورکوي او مخه یې نیسي.

 

هلته د اسلام اباد انتظامیې له فیض اباد سره نېږدې لویه لار تړلې او پر سړک یې کانټینرونه ایښي دي.

 

حکومتي چارواکو له پېښوره اسلام اباد او لاهور ته او له پنجابه د اسلام اباد پر لوري زیاتره لارې تړلې دي.

 

انتظامیې په اسلام اباد کې ګڼ پولیسان ځای پر ځای کړي دي او د هغه ښار د مهم دولتي او حکومتي ودانیو د سیمې امنیت یې لا سخت کړی دی.

 

حکومت همداراز د اسلام اباد په ګډون په کراچۍ او ځینو نورو سیمو او ښارونو کې د قانون ۱۴۴مه دفعه یا ماده عملي کړې چې ورسره سم، پر ولسي غونډو، په یو ځای کې له پینځو څخه د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د وسلې پر ګرځولو بندیز لګېدلی دی.

 

د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د مې پر ۲۴مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې د تحریک انصاف ګوند لاریون “د فتنې او فساد مارچ” په نوم یاد کړ او تور یې پورې کړ چې عمران خان له دې لارې په هېواد کې “کورنۍ جګړه” پیلول غواړي.

 

هغه ویلي ول چې وفاقي کابینې پرېکړه کړې چې د تحریک انصاف ګوند د لاریون مخه ونیسي.

 

اخوا عمران خان د مې پر ۲۴مه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې په “هر حال کې” د اسلام اباد پر لوري روانېږي او د خپل ګوند پر پلویانو یې غږ وکړ چې پکې ګډون وکړي.

 

د پاکستان قامي اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک په حق کې رایه ورکړه او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې ګوښه کړ.

 

نوموړي له هغه وخت راهیسې احتجاجي جلسو ته دوام ورکړی دی او وايي، موخه یې حکومت د انتخاباتو نېټې اعلانولو ته اړ کول دي.

 

خو وفاقي حکومت وايي، د هېواد خراب اقتصادي حالت سمول یې لومړیتوب دی او دا چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه