دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد ارمنستان ولسمشر استعفا وکړه

د ارمنستان ولسمشر استعفا وکړه

ويب ډیسک

د ارمنستان ولسمشرۍ ماڼۍ د جنورۍ په ۲۳مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ولسمشر ارمن سرکسیان په همدې ورځ له خپلې دندې د استعفا اعلان وکړ.

ولسمشر سرکسیان ویلي، چې د کار په ۴ کلونو کې يې د خپل هېواد د نړیوالې اغېزې د لوړتیا او د ملي اقتصاد د پرمختګ لپاره کوښښونه کړي دي.

خو د هېواد د رهبر په حیث يې هېڅ واقعي حقونه او صلاحیتونه نه درلودل. نوموړي ويلي، چې د هېواد پر وړاندې ډېرې ستونزې موجودې دي، خو د کورنیو او د ډيپلوماتيکو تګلارو د ټاکلو په بهير کې يې ضروري وسیلې نه لرلې.

هغه د اترمنستان د اساسي قانون د اصلاحاتو غوښتنه کړې، تر څو د راتلونکي ولسمشر لپاره د کار ښه زمینه برابره شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه