ويب ډیسک
د رسنيو د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا د متحدو ایالاتو لخوا وړاندې شوی یو داسې پرېکړه لیک تصویب کړ، چې له مخې یې افغانستان ته د بشري او اقتصادي مرستو په لیږد کې اسانتیا رامنځته کیږي.
په پرېکړه لیک کې لیکل شوي چې د پیسو ورکړه، نورې مالي شتمنۍ یا اقتصادي سرچینې او په خپل وخت کې د مرستو رسول او د توکو او لازمو خدماتو برابرول او دېته ورته فعالیتونو څخه ملاتړ جواز لري.


