ويب ډیسک
د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه ای په دې وروستيو کې ويلي، چې د امريکا حکومت ته يې دا په ډاګه کړې، چې پر ايران د دوی سخت بنديزونه يې له لویې بدنامۍ سره ناکام کړي او دا چاره يې په نړيوال سياسي ډګر کې د ايران ستر برياليتوب بللی دی.
نوموړي ويلي، چې امريکايان هم پخپله د امريکې حکومت دغه ناکامي ((بې عزتي)) بولي او د ايرانيانو کلک مقاومت يې د دوی د ناکامۍ سبب بللی دی.
خامنه ای زیاته کړې، چې امريکې تېر کال نه يوازې په ايران کې، بلکې نورو هيوادونو او سيمو کې يې هم ماتې خوړلې دي.نوموړي د امريکې پر وړاندې مقاومت غوره او سمه لار بللې ده.


