دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيډېپریشن او اضطراب د ذهني روغتیا پټ دښمنان

ډېپریشن او اضطراب د ذهني روغتیا پټ دښمنان

ويب ډيسک

 

ډېپریشن یا ژور خپګان او اضطراب یا اندېښنه د رواني روغتیا هغه ستونزې دي، چې په نننۍ نړۍ کې ډېری خلک ورسره مخ دي. دا یوازې یو عادي خپګان نه دی، بلکې یوه ژوره رواني مسئله ده، چې د انسان د ژوند پر هر اړخ باندي بد اثر پرېباسي. “ډېپریشن او اضطراب داسې رنځ دی، چې عادي خلک څه آن د ډېپریشن متخصص یعني سایکټریسټ هم تر اغېزې لاندې راولي، چې بیا ترې وتل ډېر زحمت او کار غواړي.

 

ډېپریشن او اضطراب څه دي؟

 

ډېپریشن یو رواني حالت دی، چې پکې انسان د بې‌ارزښته والي، بې‌انګېزې‌والي، نهیلۍ، او د ژوند د بې‌معنا کېدو احساس کوي.

 

اضطراب یوه داسې رواني ستونزه ده، چې پکې انسان تل وېرېږي، اندېښمن وي، او د راتلونکي په اړه منفي فکرونه لري.

 

د ډېپریشن او اضطراب دغه لاندي ذکر شوې نښې دي:

لمړی – رواني نښې: د نهیلۍ او غم دوام؛ د علاقې له منځه تلل؛ د خپل ارزښت د کمېدو احساس؛پر ځان نیوکې او منفي فکرونه؛

 

دوهم -فزیکي نښې: ستړیا او انرژي نه‌لرل؛ د خوب ستونزې کم‌خوبي یا ډېر خوب؛ د اشتها بدلون ډېر یا کم خوراک؛د زړه چټک درزا، خوله کېدل او د وېرې احساس.

 

دریم- اجتماعي نښې: له خلکو ځان جلا کول؛ د کار یا زده‌کړو پر وړاندې د انګېزې نشتوالی؛ د کوچنیو ستونزو له امله ژر غوسه کېدل.

 

د دې ناروغۍ د کنټرول لارې

 

د ژوند د سبک اصلاح؛ منظم خوب؛ هره شپه له ۷-۸ ساعته خوب د ذهني روغتیا لپاره اړین دی. د ورځې ۸ ګیلاسه اوبه څښل ځکه بدن ته کافي اوبه رسول د ذهن کارکردګي ښه کوي. او د موبایل محدودول؛ د دې لپاره چې د موبایل ډېر استعمال د ذهني فشار لامل ګرځي، باید وخت یې محدود شي. دې ته ورته سالم خوراک؛ یعنې سپک او متوازن خواړه د ذهن لپاره ګټور دي. د کافین لرونکو مشروباتو لکه کولا، قهوه، انرژي‌ډرېنک کمول، ځکه چې دا د اضطراب کچه لوړوي. همدا راز مثبت چاپېریال؛ له طبیعت سره وخت تېرول ذهن ته سکون ورکوي. او د طبعې خلکو سره مجلس د ډېپریشن کمولو کې مرسته کوي. همدا شان منفي فکرونه باید مدیریت شي، او د ښه راتلونکي لپاره هیلې وساتل شي او مثبت فکر کول ډیر مهم دی .اضطراب اکثراً د منفي فکرونو له امله پیدا کېږي، نو باید خپل ذهن ته ښه پیغامونه ورکړو.

 

ډېپریشن او اضطراب د انسان رواني، فزیکي، او ټولنیز ژوند ته زیان رسوي. خو که چیرې منظم ژوند، مثبت فکر، او صحتمند عادتونه خپل کړو، نو کولی شو د دې بلا کنټرول وکړو. د ژوند د هوساینې لپاره، باید خپل ذهن ته توجه ورکړو او د مثبتو عادتونو له لارې د خوشالۍ لاره خپله کړو.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه