یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان : د افغان حکومت دې د کډوالو منلو او ادغام...

پاکستان : د افغان حکومت دې د کډوالو منلو او ادغام ته زمینه برابره کړي

ويب ډيسک

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو حکومت باید په افغانستان کې داسې شرایط رامنځته کړي چې ورستانه شوي کډوال په کې بشپړ مدغم شي.

 

د دغه وزارت د ویاند دفتر په اسلام اباد کې د طالبانو د شارژدافیر د خبرو په غبرګون کې یوه اعلامیه ورکړې او په کې یې ویلي، هلته له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند خبره واقعیت نه لري.

 

په دغې خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه ( د کب په لومړۍ نیټه) خپره شوې راغلي چې پاکستان لسیزې د میلیونونه افغانانو کوربه توب کړی خو زیاته شوې چې اوس دوی له افغان واکمنانو سره په ګډه کار کوي چې د هغوی ستنیدو ته هوسا شرایط برابر کړي.

 

دغه څرګندونې وروسته تر هغه کیږي چې په اسلام اباد کې د طالبانو شارژدافیر وویل، اسلام اباد او راولپنډۍ کې افغان اتباع د پولیسو له لوري نیول او پلټل کیږي.

 

سردار احمد شکیب ویلي دغه پروسه په نا اعلان شوي شکل پیل شوې او په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ته هم په دې اړه کومه رسمي مکتوبي اطلاع نه ده ورکول شوې.

 

هغه زیاته کړې چې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د افغانانو اخراج پیل شوی او نژدې راتلونکې کې به د پاکستان نورو سیمو ته هم وغځیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه