لیک : زاهدالله زاهد
کله چې افغانستان په ١٩١٩ﺀ کي د غازي امان الله خان په مشري د استقلال د بېرته ګټلو په مبارزه بوخت و نو د انګریز سامراج په وړاندي د دې اماني خوځښت په ترڅ کي د اکتوبر ستر انقلاب سوسياليست راهبر لينن وویل،
” کله چې يو قامي غورځنګ د بهرني ښکېلاک په وړاندي مبارزه کوي، نو د هغه غورځنګ لپاره اړينه نه ده چې په هغه خوځښت کي دي خواريکښ طبقه هم موجود وي، دا هم اړينه نه ده چې هغه خوځښت دي په يو انقلابي يا جمهوري تګلاره باندې روان وي او دا هم اړينه نه ده چې هغه غورځنګ دي په جمهوري اساس ولاړ وي.
د بېلګي په توګه افغانستان دا وخت د بهرني پرنګي ښکېلاک په وړاندي د وطن د آزادۍ مبارزه کوي. او دوئ په فکري لحاظ شاهي سوچ لري، دوئ د جمهوريت په ځاى شخصي نظام حکومت غواړي خو د دې ټولو ټکو ورهاخوا موږ دا مبارزه انقلابي مبارزه ګڼو. ولې؟ په دې هيله چې دا مبارزه د پرنګي ښکېلاک جرړي کمزوري کوي او ورسره دا هيله پيدا کېږي چې د افغانستان د آزادۍ غورځنګ که څه هم رهبري يې شاهانو په لاس کي ده، که بريالى سي نو دا به انګريزي استعمار ريښې کمزوري کړي.”
او د لينن دا تاثر سهي ثابت سو کله چې افغانستان استقلال وګټل نو د آزادۍ دې غورځنګ په نيمه وچه/برصغير کې په ګوټ ګوټ کې د آزادۍ الهام او رڼاګانې خپرې کړې.
د پي ټي ايم انقلابي کردار..!
د پښتون ژغورنې غورځنګ ترهګري، ټارګټ کلنګ، د ځوانانو تښتول او ورکېدل او د پښتونخوا وطن د جګړييز تجارت لپاره بفرزون په توګه استعمالول او په افغانستان کي بربنډ مداخله روانه وه نو هغه وخت پښتون ملت پالو دا ضروري نه ګڼله چي د دې ظلم او جبر ارتقايي پايله به څه وي او باید د دې په وړاندي مبارزه په کوم تاکتیک وسي، بايد کوم ډول تګلاره وټاکل سي خو خير کله چې د مباحثې وخت و دوى دا ضروري ونه ګڼله که رښتیا ووایم نو دوى دا ادراک نه درلود.
پښتون ژغورنې غورځنګ د ترهګرۍ او جګړييز اقتصاد او د پښتون نسل وژنې په وړاندي فطري توګه را څرګند سو، دا غورځنګ د لراوبر افغان لپاره د يو سپرينګ کردار ادا کړو خو دلته پښتنو کنفيوزډ ملتپالو د مباحثو يو نوى څپرکى خلاس کړو او د عمل په ډګر يې د پراګميزم په ځاى ايډيالزم ته وده ورکړه مطلب کله چې د بحث وخت و دوى ضروري نه وګڼله خو کله چې د عمل وخت سو نو دوى مباحثې پيل کړې خو د وخت پايې څرخ خوړلى و او هيڅ مثبت پايله يې ور نکړه.
د مطلب خبرې ته راځم، دا وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ د ترهګرۍ او جګړييز سياست کمزورى کولو توان لري، دا وخت پي ټي ايم د پښتون يو مشترک پلاټ فارم په توګه زمينه مساعده کولاى سي او ورسره د محکومو قومونو بلوڅ، سندهى او سرايکيانو هم د مقاومت په ډګر اغېزه کولاى سي نو دا د پي ټي ايم په انقلابي کردار دلالت کوي او پوځي مارشل لاﺀ کمزوري کولو کې اساسي رول لوبولى سي نو په دې خاطر بايد په هر ډګر يې ملاتړ او ملګرتیا وسي. خو دا به د غورځنګ لومړى پړاؤ او قدم وي.


