ویب ډیسک
د اسلامي امارت د واکمنۍ په څلورم کال کې، افغانستان له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د را ایستلو له دوو لویو څپو سره مخ شو.
که څه هم له تېرو کلونو راهیسې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو اېستل روان وو، خو د اسلامي امارت د واکمنۍ په څلورم کال کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ډلییزې اېستنې لپاره پراخ اقدامات ترسره کړل.
د روان لمریز کال په لومړیو کې، له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل په بېساري ډول زیات شول.
له پاکستانه د کډوالو د ایستلو پر زیاتېدو سربېره، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او د هغوی ځورول هم زیات شول.
له پاکستانه را اېستل شوي، فریدالله ویلي و: “دا ډول ګاونډیتوب نه کېږي؛ زموږ سامان، پیسې او هر څه یې هلته واخیستل او بیا یې موږ را وشړلو.”
د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي هم د راستنېدونکو په پیل کې ویلي و: “د افغان کډوالو اسلامي، د ګاونډیتوب او انساني حقونه باید تر پښو لاندې نه شي. زموږ ګاونډیان د اسلامي او نړۍوالو قوانینو له مخې مکلف دي چې افغان کډوال ونه ځوروي. د هغوی سامان، اسباب او استوګنځای ته باید پاملرنه وشي.”
د روان لمریز کال د اوړي په لومړیو کې، ایران هم له اسرائیلو سره له دولس ورځنۍ جګړې وروسته، د افغان کډوالو په ډله ییزې او جبري اېستنې لاس پورې کړ.
د روان کال د چنګاښ په پنځمه او شپږمه د هرات ځايي چارواکو وویل چې په دغو ورځو کې نږدې ۱۰۰ زره افغان کډوال یوازې د اسلام کلا له لارې د ایراني مامورینو لخوا را ېستل شوي دي.
له دې سره هممهاله، په ایران کې دننه د افغان کډوالو د ځورونې او په ځینو مواردو کې د هغوی د وژنې په تړاو راپورونه هم خپاره شول.
له ایرانه را اېستل شوي، شمسالدین بیا تېر چنګاښ میاشت کې طلوعنیوز ته ویلي و: ” زه او زما کورنۍ یې را وشړله او زما پیسې یې را نه کړې. ټولې پیسې چې له ځانه سره مې لرلې، رانه یې واخیستلې. هیڅ شی له ځانه سره نه لرم، ان د لارې کرایه هم نه لرو، نو زه څه وکړم؟”
پر ایران او پاکستان سربېره، له ترکیې هم نږدې ۵ زره افغان کډوال اېستل شوي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې له تاجیکستانه شاوخوا ۱۶۰۰ افغانان اېستل شوي دي.
د ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو لخوا د افغان کډوالو اېستلو د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت د لا خرابېدو په تړاو د نړیوالو بنسټونو جدي اندېښنې راوپارولې.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمښت ته په اشارې سره خبرداری ورکړی چې دا هېواد د دومره شمېر کډوالو منلو ته چمتووالی نه لري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند، فرحان حق په دې تړاو داسې ویلي و: “د کډوالۍ نړۍوال سازمان په بیړني ډول د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې ده، ځکه افغانستان د کډوالو د ایستلو له یو له لویو څپو سره په معاصر تاریخ کې مخ دی. له سپتمبر ۲۰۲۳ تر اوسه، له ایران او پاکستانه څه باندې ۴ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي، چې له دې ډلې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې تر اوسه له ۱.۵ میلیونو زیات ثبت شوي دي.”
پر ګاونډیو هېوادونو سربېره، جرمني هم د روان کال د چنګاښ پر ۲۷مه ۸۱ افغان پناهغوښتونکي و اېستل.
په دې وروستیو کې، د سویس یو شمېر سیاستوالو او قانونجوړونکو د اسلامي امارت له چارواکو سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې څو د افغان پناهغوښتونکو د جبري ستنولو بهیر اسانه شي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینټ بیا تېر چنګاښ میاشت کې ویلي و: “لومړۍ الوتنه اوس ترسره شوې ده. زه منندوی یم چې دا د بهرنیو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د لومړي وزیر د دفتر ترمنځ په نږدې همکارۍ کې ترسره شوه او همدارنګه د ستراتیژیکو شریکانو په ګډون. قطر په دغه برخه کې ډېره مرسته وکړه څو دا کار ممکن شي.”
اسلامي امارت داسې مهال د خپلې واکمنۍ پنځم کال پيلوي چې اوس هم له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ایستل په شدت سره روان دي. د ورکړل شویو شمېرو له مخې، تر اوسه له دغو هېوادونو څه باندې۴ میلیونه افغان کډوال ایستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر شاوخوا ۶ میلیونه اټکل شوی دی.


