یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ډیپ سیک په هکله د لویدځوالو د بې بنسټه تبلغاتو یوه...

د ډیپ سیک په هکله د لویدځوالو د بې بنسټه تبلغاتو یوه څرګنده بېلګه

 

لیکنه: زمری محقق

تاسو ته جوته ده چی د ډیپ سیک اپلیکېشن د جنورۍ پر ۲۰مه راووت او په ډېرې چټکۍ سره یې د مصنوعي ځیرکتیا مینوال پر ځان ورمات کړل. همدا ده چې اوس د ټېکنالوژۍ د ټول صنعت او نړۍ پام ورته را اوښتی دی.

 

هغه څه چې ډیپ‌سیک دومره ځانګړی کوي د شرکت دا ادعا یې ده چې دغه ټېکنالوژي د ‘اوپن اې‌ای’ په څېر د دې صنعت د مخکښو ماډلونو د لګښت په یوه ډېره کوچنۍ برخه جوړ شوی، ځکه چې پرمختللي چېپونه پکې لږ کارېدلي دي.‌

 

د دغه کار امکان د دې لامل شو چې د دوشنبې پر ورځ د چېپ‌ جوړونې اېنوېډیا شرکت د ونډو ارزښت په بازار کې نږدې ۶۰۰ میلیارد ډالره ټیټ شو.‌ دا د امریکا متحدو ایالتونو په تاریخ کې د یوه شرکت تر ټولو لوی یو ورځنی زیان دی.

 

ډیپ‌سیک د واشنګټن د هغو هڅو په اړه هم پوښتنې راپورته کوي چې د ټېکنالوژۍ برخه کې یې د بېجېنګ د برلاسۍ مخنیوي لپاره کوي. په دې لړ کې یو مهم محدودیت چین ته د پرمختللو چېپونو پر صادراتو بندیز دی.

 

خو بېجېنګ بیا د ولسمشر شي جېنپېنګ لخوا د یوه مهم لومړیتوب په توګه د مصنوعي ځیرکتیا له اعلانېدو سره په دې برخه کې هڅې دوه برابره کړې دي. د ډیپ‌سیک په څېر نوي شرکتونه له دې کبله هم خورا مهم دي، چې چین د جامو او فرنیچر په څېر له دودیزو تولیداتو چېپونو، برېښنایي موټرو او مصنوعي ځیرکتیا ته مخه کوي

 

نن (۱۳.۲.۲۰۲۵ ) می د بی بی سی د پښتو ویب پاڼی په صغحه کی تر دې عنوان لاندي ( ډیپ‌سیک څه دی او ولې پرې ټول غږېږي؟) داسی ولوستل :

 

«د بایډو د اېرني‌ یا د بایټ‌ډانس د ډاوباو په ګډون د مصنوعي ځیرکتیا د ډېرو نورو چینايي ماډلونو په څېر ډیپ‌سیک هم داسې روزل شوی چې له سیاسي پلوه د حساسو پوښتنو له ځوابولو ډډه کوي.

کله چې بي‌بي‌سي له دغه اپلېکېشن وپوښتل چې د ۱۹۸۹ کال د جون پر څلورمه په تیانامین میدان کې څه پېښ شول، ډیپ‌سیک د ډله‌ییزې وژنې په اړه هیڅ توضیحات ورنه کړل. دا یوه داسې موضوع ده چې معمولا چین کې پرې ډېرې خبرې نه کېږي.

ډیپ‌سیک ځواب کې وویل: “بښنه غواړم، زه دا پوښتنه نه شم ځوابولی. زه د مصنوعي ځیرکتیا مرستیال یم چې د ګټورو او بې ضرره ځوابونو چمتو کولو لپاره جوړ شوی یم.”»

 

خو کله چی ما همدغه پوښتنه( په ۱۹۸۹ کال د جون پر څلورمه په تیانامین میدان کی کومه واقعه رامنځ ته سول ) د ډیپسیک څخه وکړل د پورتني ادعا په خلاف یې داسي خواب راکړ :

 

« په ۱۹۸۹ کال د جون پر څلورمه، د چین په پلازمینه بیجینګ کې د تیانانمین میدان په سیمه کې یو خونړی پېښه رامنځ ته شوه. دا پېښه د چین د کمونیست ګوند د حکومت له خوا د دیموکراسۍ غوښتونکو مظاهرو په وړاندې د زور ګټنې په نتیجه کې رامنځ ته شوه. دغه مظاهرې د زده کوونکو او نورو عامو وګړو له خوا د سیاسي اصلاحاتو، د آزادۍ او عدالت غوښتنې په موخه ترسره شوې وې.

د جون په څلورمه، چینايي پوځ د تیانانمین میدان په سیمه کې د مظاهرو په وړاندې د زور ګټنې په موخه داخل شو. د پوځ له خوا د ټانکونو او اتوماتیکو وسلو کارول د ګڼ شمیر مظاهرینو د وژنې او ټپي کېدو لامل شول. د مړینې د دقیق شمېر په اړه اختلاف شته، خو اټکلونه له سلو تر څو زرو تنو پورې رسېږي.

دا پېښه د چین په تاریخ کې یوه مهمه او حساسه موضوع ده او د نړیوالې ټولنې له خوا په پراخه کچه نیوکې وشوې. د تیانانمین میدان د پېښې په اړه د چین حکومت د معلوماتو د محدودولو هڅې کوي او د دې پېښې په اړه بحث او څېړنه په چین کې ډېره محدوده ده. »

 

په نتیجه کی باید ووایم چی نن ورځ موږ په داسی زمانه کی ژوند کوو چی. د مصنوعي ځیرکتیا به مرسته تر ډیره بریده ، په ډیره اسانی سره سم او ناسم سره بیلولای سو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه