ويب ډیسک
هندوستان وایي، پاکستان لا هم اجازه نه ده ورکړې چې هندي غنم د دوی له خاورې افغانستان ته ورسوي
هندي رسنیو د دې هېواد د چارواکو له قوله ويلي، چې لا هم د دوی زرګونه ټنه غنمو ته د پاکستاني حکومت له لوري د ترانزیت اجازه نه ده ورکړل شوې او په دې تړاو د پاکستاني حکومت کړې ژمنې نه عملي کېږي.
ياده دې وي، چې هند په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري ناورین د ختمولو لپاره له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې ده، خو پاکستان دغه لاریو ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې تېر شي او افغانستان ته ورسېږي.


