ویب ډیسک
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته په سفر کې، پر سوریې د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدو اعلان وکړ.
شنونکي دا په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو د پالیسۍ د بدلون خوا ته مهم ګام او د سوریې او امریکا ترمنځ د احتمالي همکارۍ نوې دوره بولي.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه وستایله.
ټرمپ د سوریې لنډمهالی ولسمشر احمد الشرع وستایه چې سوریایي ټولنه یې پرانیستله او په پلازمېنې دمشق کې یې د ټرمپ ټاور د جوړېدو ترڅنګ د اقتصادي بیارغونې لپاره د انرژۍ د تړونونو یادونه هم وکړه.
ټرمپ په داسې حال کې له سوریې بندیزونه لرې کوي چې د احمد الشرع په مشرۍ وسله والو ځواکونو څو میاشتې مخکې د بشار الاسد نظام وپرځاوه او خپل لنډمهالی حکومت یې اعلان کړ.
بل خوا د طالبانو حکومت چې امریکا سره د دوحې تړون په نتیجه کې رامنځته شوی، لا هم تر بندیزونو لاندې دی او د نړۍ د هېڅ هیواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
د چارو شونکي وایي طالبان په انزوا کې پاتې شوي، ځکه د دوحې تړون د ژمنو خلاف یې د نجونو ښوونځي بند کړي، مخالف غږونه یې ځپلي او لا هم په زوره پر ولس واکمني کوي.
# #Trump #Syria


