دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخیبر : چاروکي وايي چې د شیعه ګانو په جومات کې د...

خیبر : چاروکي وايي چې د شیعه ګانو په جومات کې د وسله والو او ځانمرګي برید تر شا درې مشکوک ترهګر وژلي دي.

ويب ډیسک

د خیبر ضلعې په لرې پرته سیمه کې د عملیاتو پر مهال د پاکستان قانون پلي کوونکو ادارو د شیعه ګانو په جومات کې د وسله والو او ځانمرګي برید تر شا درې مشکوک ترهګر وژلي دي.

 

کله چې یوه ځانمرګي بریدګر تېره اوونۍ د جمعې په ورځ د کوچې ریسلدار جومات کې دننه خپل چاودېدونکي واسکټ ته چاودنه ورکړه. د برید پړه د اسلامي دولت وسله والو ډلې په غاړه واخیسته.

 

چارواکي وايي، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې کارمندانو، پولیسو او استخباراتي ادارو د سه شنبې په شپه ناوخته د جمرود تحصیل په غواریزه سیمه کې په یوه کور چاپه وهلې ده. ویل کیږي چې په کور دننه یو ترهګر د قانون په منسوبینو ډزې کړي دي.

 

چارواکو د پاکستان ورځپاڼۍ ډان نیوز ته وویل: «د عبدالواجد، مظفر شاه او محمد طارق په نوم پیژندل شوي درې ترهګر له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شول او د دوو لاسپوڅو په ګډون څلور نور د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شول.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه