د بلوچستان د بولان ولسوالۍ په بالا ناړۍ سیمه کې نامعلومو کسانو د اورګاډي پر پټلۍ چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې د چاودنې له امله د پټلۍ شاوخوا شپږ فوټه برخه زیانمنه شوې ده.
د پولیسو په وینا، چاودنه د بالا ناړۍ د پولیسو د حوزې په حدودو کې شوې ده. د چاودنې له امله د اورګاډي پټلۍ زیانمنه شوې او په سیمه کې د اورګاډو تګ راتګ په لنډمهاله توګه درول شوی دی.
پولیس وايي، په پېښه کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د پېښې له خبر ترلاسه کېدو وروسته پولیسو او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او سیمه یې تر څارنې لاندې نیولې ده. د پېښې په اړه د نورو څېړنو او اړوندو اقداماتو لړۍ هم پیل شوې ده.


