دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمد یونس : نه غواړو یو بل افغانستان جوړ شو.

محمد یونس : نه غواړو یو بل افغانستان جوړ شو.

ویب ډیسک

د بنګله‌دېش د لنډمهالي دولت مشر، محمد یونس د هند هغه ادعا چې ګواکې د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له مشرۍ پرته به یې هېواد د افغانستان پر شرایطو اخته شي، رد کړې ده.

د دې مطلب په هکله پي‌ټي‌سي نیوز جمعه د وږي پر ۱۶مه د محمد یونس په حواله راپور ورکړی دی.

هغه له هنده غوښتي چې دا ادعاوې پرېږدي او پر دوه‌اړخیزو اړیکو تمرکز وکړي.

هغه زیاته کړې چې په بنګله‌دېش کې پر هندو لږکیو ډېری وروستي بریدونه سیاسي وو او د په دې تړاو د هند تعبیر «ناسم» دی.

یونس څرګنده کړې: «هند دې دا روایت پرېږدي چې یوازې شیخ حسینه د بنګله‌‌دېش د ثبات تضمین کولای شي.»

د بنګله‌دېش د لنډمهالي دولت مشر په وینا، دا لیدلوری ناسم دی چې هېواد به یې د افغانستان غوندې د «یوې اسلام‌پالې» ډلې خوا قبضه شي.

د یونس دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د هند او بنګله‌دېش ترمنځ په دغه هېواد کې د هندو لږکیو د امنیت پرسر کړکېچ زیات شوی دی.

د یادونې ده چې شیخ حسینه د تېرې اګست میاشتې پرمهال په بنګله‌دېش کې د محصلینو د شدیدو لاریونونو په پایله کې هند ته وتښتېده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه