ويب ډیسک
پخوانی ولسمشر حامد کرزي د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې د نجونو د مسمومولو عمل غیر انساني بللی او د قربانیو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
هغه له ت.البانو غوښتنه کړې چې د نجونو د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي کرزي یو ځل بیا له ت.البانو غوښتي چې ژر دې د نجونو منځني ښوونځي او لیسې پرانیزي او افغانو نجونو او هلکانو ته دې د تعلیم زمینه برابره کړي.
تېره ورځ راپورنه خپاره شوي ؤ چې د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې د نجونو د دوو ښوونځیو ۶ ښوونکي او ۶۶ زدهکوونکې مسمومې شوې دي.


