دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه کابل کې د اروپايي ټولنې د ګډ ماموریت د پیل احتمال:

په کابل کې د اروپايي ټولنې د ګډ ماموریت د پیل احتمال:

ويب ډیسک

 

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په افغانستان کې د څو اروپايي هېوادونو په ګډون پر یوه ګډ ډیپلوماتیک ماموریت د کار د پیل خبر ورکوي.

 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کابل کې د متحدوایالتونو او نورو لویدیځو هېوادونو سفارتونه بند شول او ډیپلوماتان یې له افغانستانه ووتل. ښاغلي مکرون نن د لیندۍ په ۱۳مه په دوحه کې خبریالانو ته وویل، د ګډ ډيپلوماتیک ماموریت له جوړېدو سره به دې هېوادونو ته دا امکان برابر شي چې بیا افغانستان ته ولاړ شي.

 

مکرون زیاته کړه چې اوس مهال د څو اروپايي هېوادونو ترمنځ د داسې ادارې پر جوړولو غور کېږې چې د اروپايي هېوادونو سفیران پکې حاضر وي خو هغه په عین حال کې ټينګار وکړ چې دا د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندنې او یا له هغوی سره له سیاسي مذاکراتو جلا اقدام دی. د طالبانو حکومت تراوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

 

لویدیځو هېوادونو له طالبانو غوښتي دي چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او له نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکي پرې کړي.

 

طالبانو تل ویلي چې له تروریستي ډلو سره اړیکي نه لري. دوی همداراز وايي چې د ښځو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه