ويب ډیسک
د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د پنجشنبې په ورځ پر نړۍواله ټولنه غږ وکړ چې پر افغانستان لګېدلي اقتصادي بندیزونه لرې کړي او د هېواد د اقتصاد په ښه کولو کې مرسته وکړي.
ملا عبدالغني برادر په دې غونډه کې ټینګار کړی چې اوس مهال په افغانستان کې پراخ امنیت تامین او په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې زمینه برابره ده.
د رییس الوزرا مرستیال په دې غونډه کې وویل: «له نړۍ غواړم چې پاتې بندیزونه لرې کړي او افغانانو ته فرصت ورکړي چې د افغانستان او نړۍ په وده کې خپل بشري رول ولوبوي.»
د ښاغلي برادر په خبره اسلامي امارت به هڅه وکړي چې په هېواد کې د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې لا ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي. هغه همدا راز پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ملا عبدالغني برادر ویلي: «دلته ستاسو پانګونه او سوداګري ستاسو او افغانستان په ګټه ده.»
په همدې حال کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي چې له نړیوالو بنسټونو سره خبرې روانې دي او ژر به په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه له اسلامي امارت غواړي چې د هېواد د کانونو په سپارلو کې دې لومړیتوب کورنیو پانګوالو ته ورکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محمد یونس مومند وویل: «موږ د خپلو صنعت او صنعتکارانو ملاتړ کوو او باید په خپلو فابریکو کار وکړو.»
د دې غونډې په څنډه کې د داخلي پروسو نندارتون هم جوړ شو. راڅرګند شو چې د فابریکو خاوندانو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.


