سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل ښار کې چاودنې مرګ‌زوبله اړولې

کابل ښار کې چاودنې مرګ‌زوبله اړولې

ويب ډیسک

د ځای اوسیدونکي خبر ورکوي چې څو شیبې وړاندې د کابل عیدګاه جومات ته څېرمه د چاودنې غږ واوریدل شو.

ویل کیږي چې د ډزو غږونه هم اوریدل کیږي.

د ځای اوسیدونکو وویل چې په عیدګاه جومات کې د قرائت مراسم روان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، ‏نن ماسپښین د کابل ښار عیدګاه جومات دروازې ته نږدې د ملکي خلکو په یوه تجمع کې بمي چاودنه وشوه چې له امله‌یې یو شمېر ملکي هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله واوښته.
ښاغلي مجاهد د مرګ‌‌ژوبلې کره شمېر په ډاګه نه‌کړ.
تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه