لیکنه: مولانا وحیدالدین خان
ژباړه: عبدالرحمن ثاقب
د حضرت ابوذر غفاري د یوه روایت په مطابق، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یعني زۀ د خپل امت باندې له دجال څخه ډیر پر یوه بل شی ډاریږم – پوښته وشوه چی ای ده خدای رسوله، هغه کوم شی دی چې ته پر خپل امت باندې له دجال څخه زیاته ويره لري – آپ صلی الله علیه وسلم وفرمایل ګمراه کوونکي اولس واکي (الائمه المضلین).
په دې حديث کې «الائمه» د وروستي دورې مسلمان عالمانو او مشرانو ته اشاره کوي – د دوی زیات خطرناکه کیدو سبب دا دی چې د یوه بل حدیث په مطابق، د دجال په ټنډه به «ک ف ر» ليکل شوی وي – (صحیح مسلم، کتاب الفتن) يعني د دجال ګمراهي به دومره زياته ښکاره وی چې پیژندونکی والا به په اسانه سره وپېژني – خو د مسلمانو علماوو او مسلمان مشرانو د غلطه لارښودنه پیژندنه به ډیره ستونزمنه وی.
دغه خلک د اسلام او ملت اسلام په نوم به ليکنې کوې او وینا وی به کوي، دغه خلک به ښکاره په خپلو خبرو ده ثابتولو لپاره به د اسلام حوالي ورکوي – د دغو پر بنا به عام اولسونه د دوی خبرو تصديق نه کوي د دوی خبري به رښتيا ګنې او له دوی سره به ملتیا کوي.
دوه ډوله بدۍ شتون لری یوه ده ښکاره بدۍ او دوهم ډول یې توجیه شوی بدۍ – لومړی ډوله بدۍ انسان له ډیر کم غور او فکر له لاري څخه لیدلی شئ، خو دویم ډول بدۍ پیژاندل ستونزمن کار دې – دویم ډول بدۍ هغه څوک پیژاندی شی چه هغه ډیر ځیرک وی، هغه څوک چې په ذهن کې ډیر محتاط وي، چې د یو شی د منلو مخکې تحقيق او څېړنه کوی، هغه څوک چې شیانو د پیژندنې لپاره له غیره متعصبه زاويې څخه کتنه وکړي، چې خپل جزبات یوی څنډې ته کې او یوازې د عقلي لارو باندې د خبرو پوهېدلو کوښښ کوئ، هغه څوک چې هیڅ خبر نه مني تر هغه چې دا د بې طرفه پلټنې له لارې ریښتیا ثابت نشي، له دې وجې چې له دجال له شر څخه ممکن د، مګر له ګمراه کوونکي مشرانو څخه ژغوریدل سخت مشکل د.


