یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوچستان ،مستونګ سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې درې پولیس...

بلوچستان ،مستونګ سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې درې پولیس وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

ویب ډیسک

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې درې پولیس وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

ډان ورځپاڼې سه شنبه د اپریل میاشتې پر ۱۵مه راپور ورکړ چې چاودنه د یو ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې او د پولیسو موټر یې په نښه کړی دی.

پولیسو ویلي دي چې د پیښې د دوو ټپیانو حالت نازک دی.

د دې پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې په بلوچستان کې د بلوڅانو د مدني ټولنې د فعالینو د نیولو پر وړاندې پیل شوي اعتراضونه نولسمې ورځې ته رسېدلي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه