سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد روان میاشتې په لومړیو ورځو کې له ایران څخه ۲۷۵۷ افغان...

د روان میاشتې په لومړیو ورځو کې له ایران څخه ۲۷۵۷ افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي دي.

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې وږې میاشتې په لومړیو ورځو کې له ایران څخه ۲۷۵۷ افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي دي.
د دوی په وینا له دغه کډوالو څخه ۱۸۹۲ یې له ایران څخه په زوره ایستل شوي او پاتې پخپله خوښه راغلي دي.
د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې له ستانه شوو کډوالو سره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان لخوا مرسته هم شوې ده.
د کډوالو په چاروکې د ملګرو متلونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت مخکې په ایران کې ۳.۴ میلیون افغان کډوالو ژوند کوی چې نژدې دوه میلیون یې غیر قانوني کډوال و. خو وايي چې په تېر یو کال کې سلګونه زره نور کډوال هم ایران ته تللي دي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه