لیک: ډاکټر لطیف یاد
دعربو په تاریخ کې مشهوره جګړه تېره شوې ده.دغه جګړه د۱۹۶۷ زیږدیزکال دجون دمیاشتې په پنځمه نېټه پیل شوه او ددغې میاشتې تر یوولسمې نیټې یې دوام وکړ. په دغه جګړه کې مصر، اردن اوسوریه داسرائیلوپرخلاف ګډائتلاف درلود،
خو له بده مرغه دجون په پنځمې نیټې اسرائیلودمصرټول پوځي هو ایی ډګرونه او ددوی جنګي الوتکې له مینځه یووړې او مصرته پکې غټ زیانونه ورسیدل.
په دغه جګړه کې مصر سینا ، فلسطین دغزې پټۍ اوقدس او سوریې دجولان (ګولان ) لوړې سیمې له لاسه ورکړې اوداځایونه اسرائيلوته په لاس ورغلل.
نا صر تردغې جګړې وروسته دتلویزیون په پرده را څرګند شو اوداسرائیلو له لاسه یې د مصر ماتې ومنله او ویې ویل چې استغفا به کوي ،
خودناصربېشمېره پلویان لارو اوکوڅوته را ووتل او شعارونه یې ورکول چې : موږ ستاسرتیري یو ای جماله !په دې توګه دخلکو دپر له پسې غو ښتنوله کبله نا صر بیرته له خپلې استغفا نه تیرشو.


