په خیبر کې پنځه بې‌هوښه شوي ماشومان روغتون ته د لېږد پر مهال مړه شوي دي

0
31

د پولیسو په وینا، د خیبر د باړې د ذخې خېلو سیمې په قاضیانو کلي کې د یوې کورنۍ اووه ماشومان بې‌هوښه شوي وو.

پولیس وايي، روغتون ته د لېږد پر مهال یې پنځو ماشومانو ساه ورکړې او دوه نور د پېښور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د مړو ماشومانو عمرونه تر پنځو کلونو کم ښودل شوي دي. د روغتیايي چارواکو په وینا، د ناروغۍ د لامل معلومولو لپاره د ماشومانو طبي ازموینې روانې دي.

د کورنۍ غړي وايي، ماشومانو له څو ورځو راهیسې د کمزورۍ احساس کاوه. طبي ډله به د پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته ولاړه شي.