د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګست د دغه هېواد پر پوځي اکاډمیو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په څېر د پوځي ناکامیو د لاملونو په څېړلو کې پاتې راغلې دي.
نوموړي له پوځي اکاډمیو غوښتي چې د افغانستان د جمهوري حکومت د سقوط او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په هر اړخیز ډول وڅېړي.
هګست له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا لپاره لویه ناکامي بللې او ویلي یې دي چې دې پېښې د دغه هېواد نړیوال اعتبار ته زیان رسولی دی.
هغه د کابل هوايي ډګر په برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل هم د پوځي، عملیاتي او سیاسي نیمګړتیاوو پایله بللې ده.


